د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د سګرېټ تشو ډبيو تش لاسونه پرېښوم '


'د سګرېټ تشو ډبيو تش لاسونه پرېښوم '
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:32 0:00

د کوټې د پریس کلب مخې ته ددغه ښار محمد اصغر نومي يو دوکاندار د سګريټو له خالي ډبو يا پيکټو سره احتجاج کوي. دغه دوکاندار وايي، دوي ته د سګرېټو د کمپنۍ له خوا ویل شوي وو، چې د سګرېټو خالي ډبي دي ټول کړي، نومونه دي باندې ولیکي، چې بیا به پرې په لاټري کې انعام ور وخېژي. دا دوکاندار زیاتوي، پر له پسې دوې مياشتې خپله هم او ماشومان يې هم ټول په دغو خالي ډبو پسې ګرځېده، او تر دوه زره زیات خالي ډبي يې راټول کړل، خو په اخر کې نه کوم انعام ورته ملاو شو، او نه يې هم کومه لاټري وه. ددې احتجاج کوونکي دوکاندار ويډيو په کوټه کې زموږ همکار خدای نور ناصر کښلې.

XS
SM
MD
LG