د خيبر پښتونخوا په ټانک کې د پولیټیکل ایجنټ دفتر مخې ته د پولیسو او وسله والو ترمینځ نښته کې دوه برید ګر وژل شوي او د څلور پولیسو په ګډون اووه کسان ژوبل دي .
د سیمې پولیسو نن د نهې پر ورځ مشال ریډیو ته ویل چې دا نښته هغه وخت رامخې ته شوه کله چې د پولیسو پر ګاډي وسله والو ډزې وکړې ، له دې وروستو پوليسو ځوابي کاروايي وکړه.