سلګونه معلولینو نن په کابل کې مظاهره وکړه او د دولت له لوري یې د خپلو امتیازاتو د لوړیدو غوښتنه وکړه.
هغوی پر حکومت انتقادونه وکړل چې دولت په تیرو یولسو کلونو کې ددوی وضعیت ته جدي پاملرنه نده کړې او دوی ته یې ډیر لږ حقوق ورکړي دي.
په همدې حال کې د کار ټولنیزو چارو او معلولینو وزارت چارواکي وایې دوی هڅي پیلي کړي تر څو د معلولینو امتیازات لوړ کړي او زیاتوي چې د جمهور ریس کرزي له منظورۍ وروسته به د دوی معاشونه لوړ کړي.