سلګونه کسانو نن په هرات کې مظاهره و کړه او دولت یې د زندانیانو په مسالې کې په بې غورۍ تورن کړ.
دا کسان چې شمیر یې شاوخوا څلور سوو ته رسیده، د هرات ولایت د ودانۍ مخې ته راټول شوي دي.
له سیمې د آزادي راډیو خبریال وایي چې؛ مظاهره کوونکي د هغه بندیانو له کورنیو څخه وو چې؛ له نهه ورځو راهیسي یې د هرات په زندان کې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی.
د راپورونو له مخې په اعتصاب کوونکو کې هغه کسان هم شامل دي؛ چې د قتل، تښتونې او مخدره موادو د قاچاق په جرم بندیان دي.