په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وايي، چې اسلام اباد دې پر کابل د خپلې خوښې تپل پرېږدي.
د مشال راډيو خبریال عبدالحي کاکړ له نوموړي سره د هغه د نوي کتاب (بې ساري وهمونه: پاکستان، امریکا او د یوه ناسمپوهاوي حماسي تاریخ)، پاکستان - امریکا اړیکو او افغانستان – پاکستان اړیکو پر موضوعاتو ویډيويي مرکه کړې.