په کابل کې د بې ځایه شویو کډوالو څو کمپونه شتون لري، چې اوسېدونکې يې د ژمي په موسم کې له ستونزو سره مخامخ دي. دوی ، چې له ایران او پاکستان راستانه شوي دي او یاهم په هېواد کې د جنګونو له وجې بې ځایه شوي دي. د (UNHCR) ادارې دغو کورنیو ته مرستې وېشلي دي. د مشال راډیو خبریال سباوون د دغه کمپ له یوشمېر کورنیو سره د دوی د ستونزه په اړه خبرې کړې دي