د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې یو شمېر لوبغاړو د پاکستان هاکي قامي لوبډله کې لوبه کړې او د دې سیمې ځینو هاکي لوبغاړو د سرو زرو میډالونه هم اخیستي دي. په دې ضلع کې د هاکي یوه اکاډمي هم شته خو د بنو هاکي لوبغاړي ګیله لري، چې دې اکاډمۍ ته حکومت پا ملرنه نه کوي. د مشال راډیو خبریال د بنو د قاضي محب هاکي میدان ته ورغلۍ او له لوبغاړو سره یې خبرې کړې دي.