د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد په آی ۱۱م سیمه کې د پښتنو اوسېدونکو یوه کچه آبادي ده چې د ژوند له هر ډول اسانتیاو بې برخې دي. د مشال خبریال ریاض موسی خېل وايي، په دغه سیمه کې نه سکول تر سترګو کېږي، نه هسپتال شته او نه هم د ګنده اوبو وېستلو یو نظام شته. د کورونو شاوخوا د ګندګیو ډېرانونه دي چې یو بېلګه یې د ریاض موسه خېل په دې ویډیو کې لیدلای شي چې له یو شمېر ماشومانو سره خبرې کړې دي.