هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
تېکوانډوباز روح الله نېکپا نن پر ۱۴م اګست افغانستان ته ستون شو. نوموړی د لندن اولمپیک لوبو کې یواځنی افغان ورزښکار وو چې خپل هیواد ته یې مېډال وګاټه. په کابل کې یې هرکلي ته مېنوال، سازنده، او ملګري ورزښکاران ورغلي ول. د آزادۍ راډيو خبریال سباون یې د هرکلي ویډيو کښلې ده.