د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر افغانستان د شوروي یرغل له کبله پښتنانه سختدریځه کړل شول'


سېنېټر افراسیاب خټک د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر
سېنېټر افراسیاب خټک د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر

د فېبرورۍ پر ۱۵ مه نيټه په ۱۹۸۹ م کې د شوروي اتحاد اخري پوځي افسر بوريس ګروموف له افغانستانه ووتو او دارنګ په افغانستان کې د شوروي اتحاد څه باندې نهه کلن یرغل پای ته ورسېد.


د دې یرغل په ترڅ کې د رامنځ ته شوې جګړې له کبله په پاکستان او په خاصه توګه د پښتنو پر سيمو څه اثرات وغورځېدل په دې اړه د مشال راډيو خبریال اسرار عالم مومند د عوامي نېشنل پارټۍ له یو مرکزي مشر افراسياب خټک سره مرکه کړې.

افراسياب خټک وايي پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل شا و خوا ۲۵ کاله تېر شول خو د ده په خبره د دغه يرغل اثرات اوس هم د سختدريځۍ په شکل کې د پښتنو پر سيمو موجود دي او د دې د مخنيوي يواځنۍ لار دا ده چې د تعليمي نصاب، رسنيو او حکومتي پالیسو څخه د سختدريځۍ مواد لیرې کړل شي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG