د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره مذاکراتي کمېټه به څه ګټه ورکړي؟


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف پرون د شورو ورځ د پاکستان پارلمان ته په خپله وینا کې له طالبانو سره د جوړ جاړي خبرو بیا ژوندي کولو په موخه یوه څلور کسیزه جرګګۍ اعلان کړه.


په دغه کمېټه کې د قامي چارو لپاره د وزیر اعظم ځانګړی مرستیال عرفان صدیقي، ریټایرډ مېجر محمد عامر، د ملک یو نامتو خبریال رحیم الله یوسفزی، او په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند چې د خېبر پښتونخوا د حکومت په سلا مشوره مو نامزد کړی دی، شامل دي.

د مشال خبریال مجید بابر د دغه کمېټې د جوړېدو او د امن بهیر پرمختلو او کامیابۍ په باب د پاکستان له یوه پخواني بیورکراټ او شنونکي ایاز وزیر سره مرکه کړې.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG