د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې اته هزاره ګان ووژل شول


کوټه: د هزارګنجۍ شیمه کې د پېښې ځای چې پکې د وسله والو په برید کې اته هزاره ګان ووژل شول. ۲۳اکتوبر ۲۰۱۴م کال
کوټه: د هزارګنجۍ شیمه کې د پېښې ځای چې پکې د وسله والو په برید کې اته هزاره ګان ووژل شول. ۲۳اکتوبر ۲۰۱۴م کال

د بلوچستان مرکز کوټې امنيتي چارواکي وايي، د دغه ښار په هزارګنجي سیمه کې د جمعرات په سهار نامالومه وسله والو اته تنه وژلي او یو بل يې ژوبل کړی دی.

په کوټه کې چارواکي وايي،، ټپي او ټول وژل شوي کسان شيعه مسلکه هزاره د سبزيو دوکانداران دي، چې د هزارګنجي له سبزي منډۍ څخه هره ورځ سبزي وړي. ددغې سیمې د پولیسو مشر عمران قریشي چې د پېښې په ځای کې وو، د ټيلي فون پر کرښه يې مشال راډيو ته وویل، ولاړ بس ته وسله وال ورختلي، په کې ناستو کسانو يې ډزي کړې او په تېښته کې بریالي شوي دي.

؛ دغه کسان په يو لوکل بس کې ناست وو، چې د سبزيو د اخیستو لپاره راغلي وو. ټول نهه هزاره ګان وو، چې په هغوي کې يې اته وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی. ټول مو اوس سي ايم ایچ روغتون ته منتقل کړل. دا بس ولاړ وو، کله چې دې دوکاندارانو سبزۍ بس ته خېژولې دي، او دوي په کې کښېناستل، نو دې کسانو پرې برید کړی دی؛.

د عمران قريشي په خبره وسله وال چې تراوسه يې شمېر لاهم څرګند نه دی، تر پېښې سمدستي وروسته په تېښته کې بریالي شوي دي. هزارګنجي له کوټې ښاره جنوب ختيځ لور ته په اووه کیلوميترۍ کې پرته سیمه ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د لویو مساپروړونکو بسونو تمځای او د سبزيو او مېوو منډۍ پکښې ده. دا لومړۍ ځل نه دی، چې په کې هزاره ګان وژل کېږي، بلکې تردې وړاندې هم په ورته پېښو کې يو شمېر شيعه مسلکه هزاره ګان په ورته پېښو کې وژل شوي دي.

د هزارګنجي اډې ددې پېښې غندنه د يو شمېر سیاسي ګوندونو له خوا شوې، خو د شيعه مسلک يو مذهبي ګوند تحریک نفاذ فقه جعفریه بیا وايي، په کوټه ښار کې ملېشه ځواکونو او پولیس مکمل ناکامه شوي، نو ځکه دي ددوي په خبره دغه ښار پوځ ته حواله کړل شي. ددغه تحريک ویاند طارق جعفري په دې لړ کې مشال راډيو ته وویل، د سني او شيعه په نامه يو بل وژل دا پاکستان د دوښمنانو کار دی.

؛ دا د اسلام او پاکستان د دوښمنانو کار دی، چې کله سني وژني او کله بیا شيعه وژني.په دې خبره اوس ټول پوهېږي. او دا هم اوس تر لمر سپينه خبره ده، چې د هزاره قام نسل کشي وشوه. او موږ په خپله سیمه کې محصوره يو او هيڅ يوې خواته تللی نه شو. ترکومه ځایه چې د پولیسو يا ملېشه ځواکونو خبره ده، نو تاسو يې وينئ، چې هر ځای کې ولاړ دي، د عامو خلکو تالاشيانې کوي، خو دا وسله وال بیا داسې راځي، خلک وژني او بیا په تېښتي کې بریالي شي. اوس زموږ غوښتنه دا ده چې د کوټې ښار دي پوځ ته حواله کړل شي، او موږ هیله من يو چې د پوځ له راتګ سره به څه حالات ښه شي. پولیس او ایف سي خو هيڅ هم نشي کولای؛.

د هزارګنجي ددې پېښې ذمه واري تر رپوټ تر بشپړېدو پورې کومې وسله والې ډلې قبوله کړې نه ده، خو په تېر وخت د ورته ټولو پېښو مسوولیت وسله والې ډلې لښکرجنګوي په بیا بیا قبول کړی.

XS
SM
MD
LG