په جنوبي وزيرستان کې ناپېژندليو وسلوالو د يوې کورنۍ درې غړي وژلي او درې نور یې ژوبل کړي دي.
د کوز جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر محمد طاهر شاه د مارچ پر ۲۴مه مشال راډيو ته وویل چې وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ملک سردار علي د کورنۍ غړي دي.
هغه زیاته کړه چې پولیسو په اعظم ورسک کې د هغه پروني برید د نيولو هڅې پيل کړې دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.
له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو، شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.