د خیبر پښتونخوا ګورنر (والي) فیصل کریم کونډی وايي، د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ اوربند ختم شوی خو د "دوستو هېوادونو په مشوره" یې بمباري درولې ده.
کونډي د مارچ پر ۲۶مه په پېښور کې په خبري غونډه کې خبرداری ورکړی چې پاکستان به بیا هم "د استخباراتي معلوماتو پر اساس" په افغانستان کې دننه "عملیات" کوي.
کونډي وویل، قطر او ترکیې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د اوربند کوښښ کړی خو اسلام اباد واضحه کړې چې د طالبانو حکومت باید د پاکستانیو وسلوالو پرضد اقدام وکړي.
د طالبانو حکومت لا د کونډي د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې وسلوالو ته د پټنځایونو تورونه رد کړي دي او وايي چې له پاکستان سره ښه تعلقات غواړي.
کونډي له افغانستان سره د لارو بندېدو د دوام خبره هم وکړه او و یې ویل چې د تورخم او چمن لارې یې له پاکستانه د افغانانو ستنولو لپاره پرانیستې دي خو د خلکو او تجارت پر مخ تړلې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ ۲۸ لارې دي چې د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د دواړو خواوو د ځواکونو ترمینځ له نښتو او پر یو بل له بریدونو راهیسې تړلې دي.
کونډي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د اختر په مناسبت پینځه ورځنی اوربند د مارچ پر ۲۳مه شاوخوا نیمه شپه پای ته ورسېد.
تر دې مخکې د کورمې او پکتیا ولسي مشرانو د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو له حکومتونو غوښتنه کړې وه چې لنډمهالی اوربند دایمي کړي.
پاکستان د فبرورۍ د مياشتې له وروستيو راهیسې پر کابل، ننګرهار، پکتيکا، خوست او کونړ بمبارۍ کړې دي. په غبرګون کې یې د طالبانو حکومتي سرتېرو هم پر پاکستان ډرون حملې کړې دي او د هغه هېواد له امنیتي سرتېرو سره یې د مخامخ جګړې له لارې ځواب ورکړی دی.
د افغانستان او پاکستان نښتې د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته پیل شوې چې د پاکستان پوځ په ننګرهار او پکتیکا کې پر یوشمېر سیمو هوايي او د درنو وسلو بریدونه وکړل، چې په ځواب کې يې طالبانو هم ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستانيو پوستو بريدونه وکړل.
د مارچ پر ۱۶مه، د شپې شاوخوا نهه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پاکستاني پوځ په برید کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د مارچ پر ۱۷مه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د پاکستاني پوځ د جنګي الوتکو په بمبار کې په نشو د روږدو کسانو روغتون په نخښه شوی چې د هغه په وينا، پکې ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ ژوبل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د "امېد" په نوم په هغه روغتون کې د بېلابېلو ولايتونو او کابل شاوخوا ۳،۰۰۰ کسان تر درملنې لاندې ول.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ بيا د مارچ پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه په بيان کې دعوه وکړه چې پوځ په کابل او ننګرهار ولایتونو کې "پوځي تاسيسات او د ترهګرۍ هغه مرکزونه په نخښه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې کار کوي."
وروسته د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شريف چودري هم له رسنيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په هغه بريد کې يې "د وسلو ذخيرو کولو مرکز" په نخښه کړی دی.
البته د ملګرو ملتونو او بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یوشمېر نړیوالو بشري ادارو ویلي دي چې په هغه برید کې په نشه يي توکو د روږدو د درملنې مرکز په نخښه شوی چې سلګونه کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان د مارچ پر ۱۹مه په بیان کې له پاکستانه د هغه خونړي برید په اړه سپیناوی او بې پرې او خپلواکه پلټنو غوښتنه کړې وه خو اسلام اباد یې په اړه غبرګون نه وو ښوولی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر داراز وايي چې د کابل روغتون له برید مخکې، د فبرورۍ له پای راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمينځ په شخړو کې د ۱۰۴ ماشومانو او ۵۹ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۸۹ افغان ولسي وګړي وژل شوي یا ژوبل دي او د جګړو له امله لسګونه زره کسان بې ځایه شوي دي.
داراز، د طالبانو په حملو کې هم د ډېورنډ کرښې هغې خواته پرتو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او تر ۳،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي.
د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.
د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګاونډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.
خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.