د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ انتظامیې په ډمه ډوله کې ګرځبندیز لګولی دی

په باجوړ کې پولیسو پر سړک ناکه لګولې ده - انځور له ارشیفه.
په باجوړ کې پولیسو پر سړک ناکه لګولې ده - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ انتظامیې د هغې ضلعې په ډمه ډوله کې درې ورځنی ګرځبندیز (کرفیو) لګولی دی.

انتظامیې د مارچ پر ۲۵مه ماښام مهال وویل د کرفیو موخه د وسلوالو پر وړاندې عملیات کول دي.

د باجوړ د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر ۲۶مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، عملیات د ملېشې ځواک سرتېرو پیل کړي دي او په سیمه کې د وسلوالو لټون کوي.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ د ۲۰۲۵ز کال په جولای کې د ډمه ډولې په ګډون د باجوړ په شاوخوا ۵۰ کلیو د وسلوالو ضد عملیات وکړل چې له وجې یې تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي ول.

د باجوړ انتظامیې تر یو میاشتنیو عملیاتو څه موده وروسته په پړاوونو کې د بې کوره شویو خپلو سیمو ته د ستنېدو بهیر پیل او ترسره کړ.

له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهيسې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

د اقتصاد او سولې چارو انسټېټیوټ په نوم یوې نړیوالې ادارې د مارچ پر ۲۱مه په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې د "نړۍ تر بل هر ځای زیات وسلوال بریدونه" شوي دي. هغې ادارې وویل، تېر کال په پاکستان کې له "ترهګرۍ" سره په تړلیو پېښو کې ۱،۱۳۹ تنه ووژل شول چې د نورو کلونو پرتله شپږ سلنه اضافه ښيي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG