انیسه اجمل د مشال راډیو خبریاله ده چې د پاکستان او افغانستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د پنجاب په لاهور کې د لړې او لوګي تر خپرېدو وروسته د ښار اوسېدونکي وايي چې د ستوني په ګډون یوشمېر ناروغۍ خپرې شوې دي. دوی وايي چې حکومت باید هغه ګاډي ونیسي چې زیات لوګی پیدا کوي. د لاهور اوسېدونکي وايي چې حکومت دې د هوا او چاپېریال ککړتیا پرضد اقدامات وکړي.
د قرغیزستان په کدمجي ښار کې د شاوخوا ۲۰ ښځو یوه ډله ځوان کهول ته د دوديزو قالینو جوړول ورزده کوي. دا ډله ځان ته د خوشاله اناګانو (نياګانو) ډله وايي. هغه ښځې وايي چې دوی د شېردک په نامه د دودیزو قالینو ختمېدو اندېښمنې کړې دي. د اې اېف پي اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.
د پوهنتون د تاریخ د څانګې استادې ډاکټرې حامدې د نومبر پر اوومه مشال رېډیو ته وویل چې دا ادبي مېله یوازې د ښځو ده .
د عراق د دیالا ولایت په مرکز بعقوبه کې بېلابېل قسمه خورما کېږي او سږ کال پکې د اوبو پر کمښت او وچکالۍ سربېره د تېر کال په نسبت زیاته خورما شوې ده. تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
له پاکستانه په ایستل کېدونکو بې اسناده کډوالو کې ګڼ ماشومان هم شامل دي چې د اوږد سفر پر مهال خوړو او روغتیايي خدماتو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخامخ دي. یوشمېر میندې وايي چې ډېری ماشومان پر لاره ناروغه شوي دي او د درملنې پیسې نه لري. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
په کیوبا کې د اکتوبر پر ۲۸مه د بالې نڅا ملي ادارې د جوړېدو ۷۵ کلونه پوره شول. د دې ورځې په مناسبت هلته د بالې نڅا پروګرامونه شوي دي. د ادارې بنسټ نڅاګرې الیسیا النسو اېښی وو. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د بیلجیم په کاسټرلي سیمه کې د کدوانو څخه د جوړو کښتیوو سیالي شوې ده. کښتۍ له لويو لويو کدوانو جوړې شوې وې. د سیالیو منتظمین وايي، ځيني داسې کدوان هم شته چې زر کيلو وزن لري. په دې اړه انیسې اجمل د اې ایف پي اژانس له ویډيو دا راپور جوړ کړی دی.
یوه چینايي نژاده کاناډايۍ د روباټ له لارې انځورګري کوي. سوګوېن چنګ وايي چې هنر او ټېکنالوجي یوځای کول یې ارمان وو. د هغې انځورونه په امریکا او سویټزرلېنډ کې هم د نندارې لپاره اېښوول شوي دي. په دې اړه انیسې اجمل د اسوشېټېډ پرېس اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی.
د نایجېریا په کانو ایالت کې حکومت سلګونه بې وزله ځوانانو ته واده کړی دی. هلته بې وزلي زیاته ده نو ځکه ایالتي حکومت ډله ییز ودونه کړي دي او ناویانو ولور یې هم پرې کړی دی. په اړه یې د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د پاکستان لنډمهالي حکومت لا د پي ای اې د کارکوونکو د ټولنو د مشرانو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د هغه شرکت ویاند عبدالله حفیظ وايي چې د پاکستان د تېلو کمپنۍ (پاکستان سټېټ ایل) ورته نور په پور د تېلو له ورکړې انکار کړی دی چې د پروازونو د ځنډېدو او لغوه کېدو لامل کېږي.
په پاکستان کې وخت په وخت د پولیو ضد کمپاينونه کېږي خو پر دې سربېره په هغه هېواد کې لا هم د ګوزڼ پېښې رامينځ ته کېږي. د پوليو په نويو ناروغانو کې یو په راولپېنډۍ ښار کې پښتون ماشوم عبدالقدیر خان دی چې څه موده وړاندې ګوزڼ وهلی وو
د دې تنظيم مشر نصرالله بلوڅ د اکتوبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې له دوی سره يوازې له بلوچستانه لږ تر لږه د۶،۸۳۰ هغو کسانومونه ثبت دي چې د ده په تور، د امنيتي ځواکونو لخوا لادرکه کړل شوي دي.
په مېکسیکو کې د چرګانو جنګولو دود ډېر پخوانی دی خو اوس په هغه هېواد کې د ځناورو د حقونو مبارزان پر دې د بندیز غوښتنه کوي. هغوی وايي چې د چرګانو جنګولو پر مهال ځینې پکې ژوبل شي او مړه هم شي. بل خوا د چرګانو مالکان وايي چې د چرګانو جنګول یې د ګټې وټې ذریعه هم ده.
په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د طالبانو تر بندیز وروسته په کابل کې ځېنې نجونه په مدرسو کې داخلې شوې دي. په هغوی کې یوه نورالمدارس ده. د دې مدرسې مشر وايي چې په شاوخوا ۵۰۰ زده کوونکو کې يې نیمايي نجونه دي.
افغان لوبغاړي په چین کې په اسیايي لوبو کې تر ګډون وروسته هېواد ته ستانه شوي دي. دوی په ووشو او تایکواندو کې د ژیړو درې مېډالونه ګټلي دي. اسیايي لوبې د چین په هانګژو کې شوې دي. په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
مولانا هدایت الرحمان وویل، غوښتنې یې لویې نه دي او په اسانۍ عملي کېدای شي. "زموږ د غوښتنو نه منل د حکومت نااهلي ده. که نه دا دومره غټې نه دي. موږ وایو چې زموږ ساحل له ډاکوانو او ټرالر مافیا څخ وژغورئ."
د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ د بټخېلې د ظفر پارک کوڅې د نجونو سرکاري ښوونځي زده کوونکو مظاهره کړې ده او له حکومته یې غوښتي چې یا دې ورته د خپل سکول پخوانۍ وداني ورکړي او یا دې ورته نوې وداني جوړه کړي. د سېپټېمبر ۲۷مې په مظاهره کې شاوخوا ۸۰۰ نجونو برخه واخیسته. په دې اړه تفصیل په رپورټ کې.
دارو خان اڅکزي د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، دواړه هېوادونه د یو بل لپاره د تجارت تر ټولو ښه بازارونه دي خو حکومتونه یې دې خبرې ته په سنجیدګۍ پام نه کوي. خان جان الکوزی وايي، د پولې تر تړل کېدو مخکې به هره ورځ پر تورخم له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې مال وړونکو ګاډو تګ راتګ کاوه.
د امریکا د عدلیې وزارت د اګست پر ۲۵ پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د عدالتي اسنادو له مخې، ۳۱ کلن محمد مسعود په پاکستان کې د طب ډاکټر وو او پخوا یې د مېنېسوټا ایالت په راچسټر ښار کې په یو کلېنېک کې د څېړنو د همغږي کوونکي په توګه کار کاوه او په امریکا کې په کاري ویزه اوسېده.
د پاکستان جیو نیوز او ډان ورځپاڼو پر خپلو ووبپاڼو لیکلي چې علي وزیر او ایمان زينب مزارۍ د اګست پر ۲۱مه پر هغوی د جوړې شوې "ترهګرۍ" مقدمې په ترڅ کې عدالت ته حاضر کړل شول. پر دې مهال علي وزیر وويل چې په اسلام اباد کې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې "هېڅ ناسمه خبره" نه ده کړې.
نور وښیئ