د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ږیرې په اړه د طالبانو امر نایان د وېرې ښکار کړي دي


د ږیرې په اړه د طالبانو امر نایان د وېرې ښکار کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00

په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سړیو ته امر کړی دی چې له "شریعت سره سمه،" تر یو موټي پورې اوږده ږیره پرېږدي. نایان وايي، که د امر سرغړونه وکړي او د چا ږیره ډېره وړه کړي، نو د ګرفتارېدو له خطر سره مخامخېدای شي. د فرانسې خبري اژانس د دې راپور جوړولو پر مهال هغو کسانو ته د خطر پېښېدو مخنیوي په خاطر د هغوی څهره بشپړه نه ده ښوولې، غږ یې وربدل کړی او ورته یې فرضي نومونه کارولي دي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG