د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) کاري ډله پاکستان ته د اووه اربه (مېلیارده) ډالرو او د اب و هوا بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره د پورونو له دوو پروګرامونو څخه د بل قسط ورکولو په اړه موافقې ته نه ده رسېدلې او په دې لړ کې یې خبرو ته دوام ورکړی دی.
هغې نړیوالې مالي ادارې د مارچ پر ۱۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د اېوا پېتروفا په مشرۍ پلاوي د فبرورۍ له ۲۵مې څخه د مارچ تر ۱۱مې پورې په اسلام اباد او کراچۍ کې له پاکستانیو چارواکو سره مخامخ او داراز پرلیکه (انلاین) غونډې وکړې چې موخه یې د پورونو د هغو پروګرامونو بیاکتنه وه.
بیان د پېتروفا له خولې ویل دي چې په داسې حال کې چې اسلام اباد د پورونو پروګرامونو د شرطونو پوره کولو لپاره د اصلاحاتو په برخه کې "پام وړ پرمختګ" کړی دی خو په دې ترڅ کې یې له چارواکو سره لا نورو خبرو ته دوام ورکوي.
بیان وايي چې دواړو خواوو "د پاکستان پر اقتصادي وضعیت د منځني ختیځ د شخړې پر اغېز" او د "توانایۍ (انرژۍ) بیو زیاتېدو او سختو نړیوالو مالي شرایطو" پر مهال د هغه هېواد د "مالي اړتیاوو" پر موضوع هم بحث وکړ.
ای اېم اېف زیاتوي چې کاري ډله یې په دې اړه له چارواکو سره خبرو ته دوام ورکوي او په راتلونکو ورځو کې یې د بشپړولو هیله لري.
د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور د قسط تر ورکولو مخکې هغه هېواد ته خپله کاري ډله استوي چې هغه بیا د پور د شرطونو او اصلاحاتو د عملي کېدو بهیر جاج اخلي او پرېکړه کوي. کله چې کاري ډله د پور پر بل قسط ورکولو سلا شي نو د ای اېم اېف اجراییوي بورډ تر تایید وروسته اسلام اباد ته پیسې ورکوي.
تر دې مخکې پاکستان د ۲۰۲۵ز کال په ډېسېمبر کې ویلي ول چې د پيسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) کاري ډلې ورته د ۱.۲ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو ورکولو هوکړه کړې ده.
دا د هغه اووره اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو د پور د قسطونو برخه وه چې تړون یې اسلام اباد د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې له ای اېم اېف لاسلیک کړی وو.
داراز، ای اېم اېف د ۲۰۲۵ز کال په مارچ کې د اب و هوا بدلون پر وړاندې د مبارزې په چارو کې اسلام اباد ته د ۱.۳ اربه امریکايي ډالرو پر ۲۸ میاشتني پور ورکولو سلا شوی وو.
د ای اېم اېف د دوامداره اقتصادي ودې او د ناورینونو یا لویو ستونزو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې څانګه له کمو او متوسطو امدن لرونکو هېوادونو سره د اقتصادي ثبات په برخه کې مرسته کوي.
د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.
پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له لوی مالي او اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.
تر دې وروسته حکومت له ای اېم اېف سره د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې د هغې ادارې اجرایوي ډلې د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.
ای اېم اېف د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ ارب ډالر جوړېدل، ورکړ.