ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د بلوچستان له مرکز کوټې ۴۵۰ کلوميټره ليرې د شيراني په سليمان غره کې له لسو ورځو راهیسې لګيدلي اور په زرګونو قیمتي ونې سوځولې او لږ تر لږه ۳ کسان وژلي دي. دا اور د مې ۱۲مې څخه لګېدلې چې علت يې لا هم معلوم نه دی.
د عراق پلازمېنې بغداد شمال ختيځ کې دياله صوبې ته د اوبو ورکولو مهمه سرچينه وچېدو ته نېږدې شوې ده. چارواکي وايي، د دي علت د بارانونو نه کېدو، وچکالي او په ايران کې د اوبو ډېم جوړول دي. د فرانس پريس ويډيويي راپور ګل اياز وړاندې کوي
د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې په يو ژوبڼ کې د تودوخې څپې څاروي ډېر متاثره کړي او چارواکو هلته د تودوخې بېړني حالت اعلان کړی دی. په ژوبڼ کې د څارويو له ګرمۍ څخه د ژغورلو لپاره د سړې هوا کولرونه، د واورې سانچې او نور انتظامات هم شوي دي.
د برتانيا د ډاک یا لیکونو استولو شرکت رايل مېل په ټول هېواد کې د ډرون الوتکو له لارې د خلکو کورونو ته خطونه او نورشیان استوي. د جنګي ډرونونو په څېر هغه الوتکې هم د کمپيوټر له لارې کنټرولېږي خو دنده یې جلا ده. د اسوشيېټډ پریس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
شیخ محمد بن زاید بن آل نهیان د مې پر ۱۴مه د متحده عربي اماراتو د پخواني ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید بن سطان آل نهیان تر مړینې یوه ورځ وروسته د هغه هېواد نوی ولسمشر منتخب شو. شیخ محمد له کلونو راهیسې د تېلو لویو زېرمو لرونکي هغه هېواد نارسمي مشر وو ځکه چې شیخ خلیفه د ناروغۍ له وجې دنده نه شوه ترسره کولای. د شیخ محمد بن زاید بن آل نهیان ژوند په اړه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د هند په شمالي برخو کې، په مارچ او اپريل مياشتو کې سخته ګرمي ريکارډ شوې چې له وجې یې په زياترو سيمو کې د اوبو او برېښنا کمبوت مخې ته راغلی دی. ويډيو: رويټرز خبري اژانس
په افغانستان کې یوشمېر ښځو او فعالانو د پردې اجباري کولو په اړه د طالبانو پر امر اندېښنې ښوولې دي. دوی وايي، د طالبانو دا ډول اقدام پر ښځو د بندیزونو پراخولو معنا لري چې له وجې یې په نړیوال کچ د هغوی د حکومت رسمیت پېژندنه له لا نورو خنډونو سره مخامخېدای شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د مې پر اوومه د ښځو حجاب لازمي وګرځول او و یې ویل چې سرغړوونکې سزا کېدای هم شي. نور د رویټرز، اې اېف پي او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.
د عراق په انبار صوبه کې د پاخه هوډ په نوم پوځي مشقونه شوي. د تمرینونو موخه د اسلامي دولت یا داعش ډلې د فعالیتونو مخه نیول دي. عراقيو ځواکونو په ۲۰۱۷ز کال کې داعش ډلې ته ماتې ورکړي وه. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
په هند کې د غواګانو له خوشایو ( خوشایان یا غوشایان هم بلل کېږي) څخه د ګیس پیدا کولو چارې روانې دي. په دې بهیر کې کروندګرو او شپنو ته د فضلې په بدل کې پیسې ورکول کېږي او تمه ده چې دا پروژه به خلکو ته ګټه ورسوي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د مصر د پلازمېنې قاهرې په تنګو کوڅو کې خلک روژه ماتي ته ورغونډېږي. یوه خیریه اداره هر کال د دې روژه ماتو بندوبست کوي خو د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې دوه کاله ځندېدلي ول. د قاهرې اوسېدونکي سږ کال خوشاله دي چې په وینا یې د روژې برکتونه بیا راغلي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
تر اوسه روښانه نه ده چې د سوري اقدام څه قانوني حیثیت لري ځکه چې د اپرېل پر ۱۱مه د نوي وزیراعظم تر انتخاب وروسته د قامي اسمبلۍ غونډه د اپرېل تر ۱۶مې ځنډېدلې ده. البته د قامي اسمبلۍ پر ووبپاڼه اوس هم د تحریک انصاف ګوند د سیاستوالانو نومونه د "پارلېمان د غړو" په توګه درج دي.
په لیبیا کې یو ډول دودیز خواړه پخېږي چې بازین نومېږي او د اوربشو له اوړو جوړېږي. د سیمې خلک د دې خوړو پخلي لپاره ټول شیان وړیا ورکوي او عموماً په روژه کې زیات خوړل کېږي. په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
د هند په هماچل پردېش ايالت کې تبتي راهبانو دوديزه مېله جوړه کړې. د دې مېلې مقصد د راهبانو د اوړي اودږ اعتکاف سر ته رسول وي. ويډيو: رويټرز پرېس اژانس
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اپرېل پر درېیمه پر داسې مهال د کوکنارو پر کښت بندیز اعلان کړ چې د هغه هېواد په یوشمېر برخو کې کوکنارو ګل کړی دی. طالبانو ویلي چې که کروندګر د امر سرغړونه وکړي نو بوټي او حاصلات به یې وسوځوي.
د اتوار پر ورځ د پاکستان د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د اپوزيشن ګوندونو له خوا د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک غيرقانوني وګرځاوه او هغه یې رد کړ.
د قامي اسمبلۍ مرستیال مشر قاسم سوري د نه باور تحریک په اړه د بحث پیلولو پر ځای غونډه د اپرېل تر درېیمې وځنډوله.
افغان نجونو د طالبانو پر هغې پرېکړې خواشيني څرګنده کړې چې د دې اوونۍ په پیل کې يې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو بيا پرانيستل تر نامعلومې مودې وغځول. زدکوونکې وايي، په نوي تعليمي کال کې د ښوونځيو بيا ورتګ ته ډيرې خوشحاله وې خو د تړلو امر يې زړونه ور مات کړي دي. ويډيو: فرانس پرېس خبري اژانس
نور وښیئ