پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
په پاکستان کې کاروباریانو خبرداری ورکړی دی چې د انټرنېټ رفتار کمېدو او ورباندې محدویتونه ناوړه اقتصادي پایلې لري. سازمانونه او فعالان وايي چې حکومت د انټرنېټ او ټولنیزو شبکو د کنټرولو هڅې کوي. خو د مخابراتو اداره په سمندرګي کې د تار خرابېدل د انټرنېټي رفتار کمېدو لامل بولي. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا او سیند حکومتونه د بیزو تڼاکو (اېم پاکس) ناروغۍ د مخنیوي لپاره اقدامات کوي. چارواکو د منکيپاکس وایرس مشکوکو ناروغانو لپاره د پېښور په پولیس لاینز او لېډي رېډنګ روغتونونو کې څانګې ځانګړې کړې دي. نور د رویټرز او اې اېف پي له ویډیوګانو په جوړ رپورټ.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې وویل چې هغه موافقه له مخې یې بندیان "ازاد شول، د ډېپلوماسۍ یوه نمونه ده." بایډن چې وینا کوله نو ورسره د روسیې په زندانونو کې د بندي وګړو د کورنیو ځينې غړي هم ولاړ ول.
شریف وویل چې پاکستان د خپلو وګړو "خوندي کولو ته چمتو" دی خو غواړي چې دا مسله په خبرو حل شي. "په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په پاکستان کې د امن په اړه خبرې کول غواړو، مسایل باید د خبرو له لارې حل شي. مخکې مو هم ورسره رابطې وي او اوس هم دي.
امریکايي ولسمشر جو بایډن د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ډېموکراټ ګوند د سیاستوالې او مرستیالې ولسمشرې کاملا هیرېس ملاتړ اعلان کړی دی. نوموړي د جولای پر ۲۱مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو له نوماندۍ څخه لاس واخیست. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې دا نه ده روښانه کړې چې پر قونسلګرۍ حمله چا او ولې کړې او نوعیت یې څه وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جرمني څانګې دعوه کړې ده چې د "پاکستان حکومت یې د سوله ییزو مظاهرو د ګډوډولو هڅې" کوي.
د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ د جولایي په ۱۹مه یوه غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف د ځانګړو چوکیو په اړه د سپریم کورټ د فیصلې تفصیلي جایزه واخیستل شوه.
د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې د کسانو پر ووبپاڼه لیکل شوي دي چې امین الحق په ۲۰۰۶ز کال کې افغانستان ته ستون شوی وو او د ۲۰۲۱ز کال تر اګسته هم هلته وو. طالبان د هم هغه کال د اګست په نیمايي کې کابل ته داخل شول او پر افغانستان واکمن شول.
د فرانسې په یو جنوبي ښار کې یو سازمان د چاپېریال ککړتیا د مخنیوي او په دې اړه د پوهاوي په موخه یو نوښت کړی دی. هلته رضاکاران له دوو اوښانو سره سیلانیانو ته ورځي او ورڅخه کثافتونه ټولوي. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
امیر خان متقي د جولای پر ۱۷مه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت یوې غونډې ته په وینا کې د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست خو "غرب" یې یاد کړ او پوښتنه یې وکړه چې هغه چې تور پورې کوي چې په افغانستان کې د "القاعده او نورې ډلې موجودې دي"، نو هغوی دا "معلومات" د کوم "مېکانېزم" پر اساس ترلاسه کوي؟
د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، دا پېښه د جولای پر ۱۳مه په پېنسلوانيا ايالت کې شوې ده او په ترڅ کې یې د مشکوک حمله کوونکي په ګډون دوه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د سپریم کورټ ۱۳ کسیزې لویه جرګګۍ د جولای پر ۱۲مه د پينځو په مقابل کې د اتو غړو په اکثريتي پرېکړې سره د پېښور های کورټ او پاکستان انتخاباتي کمېشن پرېکړې لغوه کړې چې پي ټي ای يې له ځانګړ څوکيو محرومه کړی وو.
ګیله من وزیرد جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یوه حمله کې تر ژوبلېدو وروسته د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (پاکستان انسټيټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز) په روغتون کې بستر وو.
په کیڼ لاسې جبهه کې زرغون ګوند، ټولنپاله ډېموکراټان، کمیونسټان او د ژان-لوک مېلانشون "نه ټیټېدونکې فرانسه" ګوند شامل دي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جولای پر شپږمه د پزشکیان تر بریا وروسته پر اېکس، چې پخوا ټوېټر بلل کېده، لیکلي چې د پاکستان او ایران د دوه اړخیزه تعلقاتو د "لا پیاوړي کولو" او "سیمه ییز امن او ثبات ته د ودې ورکولو" لپاره له نوموړي سره "له نېږدې کار کولو ته سترګې په لاره" دی.
د میکسیکو او امریکا پر پوله په پروت ښار کې یو پناه ځای د بې اسناده مسلمانو کډوالو لپاره ځانګړی دی. هلته لسګونه کډوال په دې هیله شپې سبا کوي چې په امریکا کې به یې د پناه غوښتنلیک ومنل شي. پخوا به میکسیکو ته له لاتیني امریکايي هېوادونو څخه ډېر بې اسناده کډوال ورتلل. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
محمد اورنګزېب پرداسې مهال د بجټ قانوني مسوده وړاندې کړې چې پاکستان له اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخامخ دی او د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د بل پور اخیستو په لټه کې دی.
د دمشق ګلاب خورا تاریخي ارزښت او خوشبو لري. په سوریه (شام) کې د ۱۲ کلنې جګړې له وجې اوس د پلازمېنې په شاوخوا کې زیات نه کرل کېږي، نو ځکه د هېواد د نورو سیمو کروندګرو یې کښت ته مخه کړې ده. په اړه یې د اسوشيېټېډ پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مې پر ۱۲مه بغلان ته تللی او هلته یې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره لیدلي دي. د فرانسې خبري اژانس وايي چې د مې پر ۱۱مه د ولایت په بېلابېلو برخو کې خلکو په سېلابونو کې د وژل شویو جنازې وکړې او مړي یې خاورو ته وسپارل.
نور وښیئ