فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
د سېپټېمبر نهمه «تعلیم له وسلوال حملو څخه د خوندي ساتلو» د نړیواالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
د اګست ۳۰مه نېټه د جبري لادرکه کړل شویو کسانو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
کرېملېن او د روسیې د دفاع وزارت لا په پېښه کې د پرېګوژېن مړینه نه ده تایید کړې خو پر ټېلېګرام له واګنر ملېشې سره تړلي یو چینل ویلي دي چې هغه وژل شوی دی.
ساینسپوهانو په لومړي ځل د نړۍ تر ټولو یخې سیمې انټارکټیکا کې هندواڼې کرلې دي. هغوی وايي، هیله مند دي چې هلته به د يوې مناسبې تودوخې په ساتلو سره نورې مېوې او سبزیانې هم وکرل شي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیویي راپور وګورئ.
ادارې د جولای پر ۲۶مه په یو رپورټ کې ویلي چې په پاکستان کې په جون او جولای میاشتو کې د خوراکي توکو، بجلۍ او ګیس نرخونه زیات شوي دي.
ادارې د جولای پر ۲۱مه په ټویټر په خپاره کړي بیان کې ویلي چې په شانګله، ایبټ اباد، مالاکنډ ډویژن، کورمه، خیبر، پېښور او ځینو نورو سیمو کې له نن (د جولای ۲۲مې) څخه د شړکنده بارانونو نوی لړۍ پیلیږي چې له امله یې سیلابونه راتللای شي.
د جولای پر ۱۴مه د پنجاب صوبې د داخله چارو وزارت په خپل یو راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو نږدې شپږو میاشتو کې په هغه صوبه کې د ماشومانو سره د جنسي تیري او زور زیاتي ۱۳۹۰ پېښې رپوټ شوې دي چې پکې زیاتره د ماشومانو هلکانو سره شوې دي.
د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم مرکزي ادارې (این ډي ایم اې) د جولایي پر اوومه پر ټویټر لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونوو په خیبر پښتونخوا کې اته او په پنجاب صوبه کې نهه کسان بارانونو وژلي او ۳۸ یې ژوبل کړي دي.
رانا ثنا الله قامي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل چې د دغو کسانو د شناخت عمل د هېواد د قامي شناختي کارتونو د ادارې نادرا په مرسته ترسره کېږي او دا یې هم وویل چې ممکنه ده په دغه شمېره کې زیاتوالی راشي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جون پر ۱۵مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې طوفان "په شدت پرمختګ" کوي او کب نیوونکي، کښتۍ چلوونکي او نور خلک دې له ساحله لیرې اوسي.
په جون مياشت کې له ټولې اروپا نه غبرګولي وروڼه او خویندې په اسټريا (اتريش) کې رایوځای شوي ول او درې ورځې یې له یو بل سره یو ځای تېرې کړې. دغو ټولو له یو بل سره خپلې کيسې شریکې کړې او وينا يې وه چې د غبرګوليو د ژوند ډېرې خبرې شریکې وي. په دغه اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
د امریکا د فلورېډا ایالت یو تن ۱۰۰ ورځې په سمندر کې تېرې کړې. د فلورېډا د سمندري وسایلو د پرمختګ یوې ادارې ډاکټر جوزېف ډيټوري سمندري اوبو ته دننه لېږلی وو چې مقصد یې د سمندري ژویو او وسایلو په اړه معلومات راټولول دي.
د مصر یو خیاط یا درزي د جلبیه په نوم د سړیو دودیزې جامې ګنډي او وايي، د هغو کالیو دود په ختمېدو دی چې دی یې ژوندی ساتل غواړي. د درزي په خبره، د هغو جامو ګنډل هم یو هنر دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په غزې تړانګه کې کروندګر وايي، د اب و هوا بدلون او بې وخته بارانونو له کبله یې د غنمو فصل ته زیان رسېدلی دی. دوی وايي، باران د غنمو ولاړ فصل وهلی چې ورسره یې نه یوازې پیداوار کم شوی بلکې دانه یې هم خرابه شوې ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د سولې د مطالعاتو څېړنیز مرکز په خپل وروستي رپورټ کې دا هم ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ په پېښو کې ۹۲ سلنه او په بلوچستان ۸۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د تحریک انصاف یوشمېر سیاستوالان تر هغې وروسته له ګونده بېل شوي دي چې د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.
د فلسطين يوه ۹۷ کلنه مېرمن وايي چې ۷۵ کاله وړاندې يې د جګړې پر مهال کور ړنګ شوی وو، او اوس يې يو ځل بیا کور وران شوی دی. د انتصار موحانا په وينا ډېر وخت تېر شو، خو ستونزې يې هوارې نه شوې. په دې اړه له رویټرز اژانس ویډیو څخه فرخنده اسد راپور جوړ کړی دی.
د نایجیریا یوې ښځې ۱۰۰ ساعته پرلپسې پخلی وکړ او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ. په دې کار سره د هغې نوم د ریکارډونو په نړیوال کتاب کې درج شو. هيلدا باسي وايي غواړې چې افریقایي نجونې مخې ته راشي چې نړۍ یې وپېژني. په دې اړه له رویټرز اژانس ویډیو څخه فرخنده اسد راپور جوړ کړی دی.
په همدې حال کې د لاهور پولیسو د مې پر ۱۹مه په بیان کې ویلي دي چې په زمان پارک کې د عمران خان د کور د تالاشۍ امر یې ترلاسه کړی دی.
د امریکا په کیلېفورنیا ایالت کې د سپیو د ښایست یوه سیالي او مېله شوې. دا مېله هر کال هلته کېږي چې پکې مالکان سپیو ته ښایسته جامې وراغوندي او له غونډې ترلاسه شوې پیسې د کوڅه ډبو سپیو ساتنې یو مرکز ته ورکوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
نور وښیئ