د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین د مسکو پر برید د مارچ پر ۲۴مه ملي ویر اعلان کړی دی


د مارچ پر ۲۲مه مسکو ته نېږدې د کراسنوګورسک په کروکس سټي هال کې د کنسرټ پر مهال وسلوالو په برید وکړ.
د مارچ پر ۲۲مه مسکو ته نېږدې د کراسنوګورسک په کروکس سټي هال کې د کنسرټ پر مهال وسلوالو په برید وکړ.

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې پر کنسرټ حمله یو خونړۍ ترهګر برید بللی دی او د مارچ پر ۲۴مه یې په هیواد کې ملي ویر اعلان کړی دی.

ولسمشر پوتین د مارچ پر ۲۳مه ویلي چې د دې برید عاملینو غوښتل چې په اوکراین کې پټ شي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د صحت ادارې چارواکو د مارچ پر ۲۳مه رسنیو ته ویلي چې د مارچ پر ۲۲مه مسکو ته نېږدې د کراسنوګورسک په کروکس سټي هال کې د کنسرټ پر مهال د وسلوالو په برید کې د وژل شویو شمېر لږترلږه ۱۳۳ ته رسېدلی دی.

د روسیې د پلټنو کمېټۍ د مارچ پر ۲۳مه ویلي چې په دې پېښه کې ټپي شوي ۱۱۵ کسان په روغتون کې داخل کړل شوي دي.

په حمله کې د چاودنو او وروسته د ودانۍ په اوچتو برخو کې د اور لګېدو راپورونه هم دي.

د مسکو په جنوبي څنډه کې د کنسرټ پر مهال د شوي دې برید ذمه واري اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلې ده.

اسلامي دولت وسلوالې ډلې د مسکو بريد مسوليت منلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:27 0:00

په عین حال کې روسي انتظاميې د برید په تړاو ۱۱ مشکوک کسان نیولي دي. په دې کې څلور وسلوال شامل دي چې په کنسرټ کې یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

روسي خبري اژانسونو د فیډرالي امنیتي ادارې ( ایف ایس بي) مشر ایلېکساندر بورتنېکوف له خولې د دغو کسانو د نیول کېدو پخلی کړی دی. نور معلومات لا د رسنیو سره نه دي شریک کړل شوي.

د برید ښکار شوی تالار د کنسرټونو لپاره مشهور ځای دی. ټاکل شوې وه چې د شوروي د دورې بانډ پیکنک د مارچ پر ۲۲ مه، د خپل هنر څرګندونه وکړي خو هغه کنسرټ و نه شو. د هنرمندانو ډله وایي ټول لوبغاړي یې خوندي دي.

دا چې اسلامي دولت وسلوالې ډلې يا داعش ولې پر روسيې بريد وکړ، د امنيتي چارو يو پوه سرګي ميګدال يې په اړه مشال راډيو ته وويل داعش روسيه خپل دښمن ګڼي.

نوموړي زياته کړه "په وروستیو میاشتو کې روسیې له ایران، حزب الله، حماس، اسلامي جهاد، حوثي یاغیانو، انصارالله او طالبانو سره فعالې دوستانه اړیکې ساتلي دي. په داسې حالاتو کې داسې پیښیږي چې طالبان او همدارنګه د ایران رژیم د داعش په نامه یو شريک دښمن لري چې هغه له روسیې سره هم جګړه کړې ده."

په روسیه کې دا بریدونه هلته د شویو ولسمشریزو انتخاباتو څخه څلور ورځې وروسته شوي دي. په هغو انتخاباتو کې ولادیمیرپوتین د پینځم ځل لپاره بریالی شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې "دا خونړی ترهګریز برید وغندي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش ویاندې ویلي چې دا برید په سختو ټکو غندي. امريکا، فرانسې، ترکيې، اېټاليا، اروپايي ټولنې او نورو مشرانو هم دغه پېښه غندلې ده.

د مارچ پر ۲۳مه د کروکس کنسرټ ودانۍ مخې ته د ژغورنکو ګاډي ولاړ دي
د مارچ پر ۲۳مه د کروکس کنسرټ ودانۍ مخې ته د ژغورنکو ګاډي ولاړ دي

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې واشنګټن په وروستیو اونیو کې مسکو ته د برید د امکان خبرداری ورکړی وو.

هغه وویل، "دوې اوونۍ وړاندې په مسکو کې د امریکا سفارت روسیې ته خبرداری ورکړی و چې "افراطيان" په پلازمینه کې د برید پلان لري."

په روسیه کې په ۲۰۰۴م کال کې د یو ښوونځي د یرغمال کېدو په پېښه کې تر ۳۳۰ زیات کسان وژل شوي وو. د ۲۰۲۴م کال د مارچ پر ۲۲مه پر کنسرټ شوی برید له هغه بریده راوروسته تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG