د لاسرسي ځای

تازه خبر

څېړونکي: د امنیت ټینګښت به د پاکستان د نوي حکومت لپاره مهمه ننګونه وي


په پاکستان کې په دې وروستیو کې پر پوځ او پولیسو بریدونه زیات شوي. پخوانی انځور
په پاکستان کې په دې وروستیو کې پر پوځ او پولیسو بریدونه زیات شوي. پخوانی انځور

په روانه مارچ میاشت کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنيو یوشمېر پېښې شوې دي.

د مارچ پر ۲۱مه په ډېره اسماعیل خان کې د پوځ پر یوې قافله په وسلوالو برید کې پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې. تر دې وړاندې د مارچ پر۲۰مه وسلوالو د بلوچستان په ګوادر کې د بندري چارو پر ودانۍ (ګوادر پورټ اتارټي) برید کړی وو.

د پېښې په اړه د پاکستان پوځ عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۰ ناوخته په بیان کې ويلي ول چې اته وسلوالو د ګوادر بندري چارو ته د ننوتلو هڅه وکړه چې امنیتي ځواکونو ووژل. بیان زیاتوي چې د ډزو په تبادله کې دوه سرتيرې ووژل شو.

په پاکستان کې امنیت پر داسې مهال خراب شوی چې په وفاق او صوبو کې نوي حکومتونه جوړ شوي دي. په کوټه کې خبر یال او څیړونکی شهزاده ذوالفقار د مارچ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل یو خوا په پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي نو بلخوا یې د ګاونډي هېوادونو سره اړیکې هم خرابې شوې دي.

"ترهګري او ناامني د اوسني حکومت لپاره یوه لویه پرېشاني ده، یوه خوا په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ خپلواکي غوښتونکیو وسلوالو ډلو فعالتونه زیات شوي او بل خوا یې د ګانډیو هیوادونو لکه افغانستان سره اړیکې هم د تاوتریخوالي دي."

نوموړي زیاته کړه چې هغه افغان طالبان چې دوی (پاکستان) به ویل چې که پر کابل واکمن شول نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به د پخوانیو حکومتونو په شان دوه اړخیزه شخړې نه راځي خو نن هم هغه طالبان په واک کې دي او د پاکستان ورسره تعلقات خراب دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د مارچ پر ۲۰مه له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي چې اسلام اباد له کابل سره وسله واله جګړه نه غواړي خو دا خبرداری یې هم ورکړی چې اسلام اباد کولی شي چې هغه دهلیز بند کړي چې افغانستان ته یې له هند سره د سوداګرۍ لپاره برابر کړی دی.

پاکستان تور پورې کوي چې په دې هېواد کې په شته ناامنیو کې هغه وسلوالې ډلې لاس لري چې په افغانستان کې مېشتې دي. خو د طالبانو حکومت په وار وار ټینګار کړی دغې ډلې په پاکستان کې دي او دوی هېچا ته د افغانستان خاوره د بل پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د روان کال د پیل راهیسې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، بنو، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې پر پوځي قافلو بریدونه زیات شوي او له دې سره سره په صوابۍ، پېښور او ځینو نورو سیمو کې پر پولیسو وسلوال بریدونه ترسره شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر ملک نوید مشال راډیو ته د مارچ پر ۲۱مه وويل چې په هېواد کې امنيت پر ځای کول به د اوسني حکومت لپاره یوه ننګونه وي.

هغه زیاته کړه: د دفاقي حکومت لپاره امنیت ټینګ ساتل دا مهال یو لوی چېلنج دی، د سیمې امنیت په خرابولو کې ځینې نړیوال عناصر هم شته. د افغانستان رویه هم مثبته نه ده ځکه چې تر څه حده د وسلوالو تګ راتګ کنټرولول د افغانستان د طالبانو د حکومت ذمه واري ده. خو هغوي خپله دغه ذمه واري نه پوره کوي او ځکه خو پرې پاکستان هوایي حمله وکړه."

ملک نوید وايي چې د دواړو هېوادونو ترمینځ تاوتريخوالی د سیمې امنیت هم اغیزمن کړی.

د مارچ پر ۱۶مه د شمالي وزیرستان په میر علي کې پر پوځي مرکز په ځانمرګي برید او تر هغې وروسته په ډزو کې د پوځ د دوو افسرانو په ګډون اووه سرتېري وژل شوي وو. د دغه پېښې وروسته د مارچ پر ۱۷مه د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په سیالکوټ کې یوې خبري غونډې ته وویل دا مهال په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیت یو ځل بیا خراب شوی.

په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او باجوړ کې په دې وروستیو کې هدفي بریدونو ولس اندېښمن کړی.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو اوسېدونکیو په دې وروستیو کالونو کې د سیمې د امنیت لپاره په وار وار احتجاجونه کړي. دوی له حکومت او امنیتي ادارو څخه غوښتنه کوي چې د سیمې امنیت دې پر ځای کړي او د هدفي بریدونو مخه دې ونیسې.

XS
SM
MD
LG