د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بارانونو او سېلابونو پر مهال تر ۴۰ زیات کسان وژل شوي دي


په چارسده کې د سېلاب اوبه په کورونو ننوتې دي - د اپرېل ۱۷مې انځور.
په چارسده کې د سېلاب اوبه په کورونو ننوتې دي - د اپرېل ۱۷مې انځور.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وروستیو ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۴۱ ته رسېدلی او لسګونه کسان ژوبل دي.

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۸مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې په بارانونو او سېلابونو کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه وژل شوي او ۴۶ ژوبل دي.

ادارې ویلي دي چې د صوبې له بېلابېلو برخو څخه یې د کورونو د دېوالونو او چتونو پرېوتو ۱،۹۳۲ رپورټونه ترلاسه کړي دي.

پي ډي اېم اې وايي چې په وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې ۳۲۶ کورونه او ودانۍ بشپړې ړنګې شوي او څه باندې ۱،۶۰۰ ته جزوي زیان رسېدلی دی.

پي ډي اېم اې تر دې یوه ورځ مخکې ویلي ول چې د اپرېل له ۱۲مې راهیسې په سختو ورښتونو او سېلابونو کې ځاني او مالي زیانونه په خیبر، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، سوات، باجوړ، شانګله، ملاکنډ، مانسهره، مومندو، کرک، ټانک، مردان، پېښور، چارسده، نوښار، بونېر، هنګو، بټګرام، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان، اورکزیو، کواټ او ډېره اسماعیل خان کې اوښتي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر د ۱۲ سختو ځپل شویو ضلعو انتظامیو ته له اغېزمنو سره د مرستو لپاره ۵۰ مېلیونه روپۍ ورکړې دي.

هغه اداره زیاتوي چې اغېزمنو سیمو ته یې خیمې، دواګانې، خواړه او نور مرستندویه توکي لېږدولي دي.

په چارسده کې د سېلاب له وجې بې کوره شوې کورنۍ په یو کیمپ کې ناسته ده - د اپرېل ۱۷مې انځور.
په چارسده کې د سېلاب له وجې بې کوره شوې کورنۍ په یو کیمپ کې ناسته ده - د اپرېل ۱۷مې انځور.

بلوچستان کې مرګژوبله

په همدې حال کې د بلوچستان حکومتي چارواکو ویلي دي چې په هغه صوبه کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر اته ته رسېدلی او نهه تنه ژوبل دي.

د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند د اپرېل پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې زیاتره مرګژوبله د کورونو د چتونو پرېوتو له وجې شوې ده.

ده ویلي دي چې په هغه صوبه کې ۴۰ کورونه بشپړ ړنګ شوي او ۱۱۰ نورو ته جزوي زیان رسېدلی دی.

رند داراز ویلي دي چې حکومت سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر پیل کړی دی.

د بلوچستان چارواکي وايي چې سېلابونو په پښین، نوشکي، بولان، مستونګ، ګوادر او کلا عبدالله کې سړکونه زیانمن کړي او په یوشمېر برخو کې لارې تړل شوې دي.

رند وايي چې حکومتي کارکوونکو د هغو لارو پرانیستو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په پنجاب او سیند صوبو کې هم ورښتونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

اخوا د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) ویلي دي چې د پاکستان په مختلفو برخو کې د اپرېل له ۱۷مې څخه د بارانونو بله لړۍ پیل شوې چې د میاشتې تر ۲۲مې پورې به روانه وي.

هغې ادارې د اپرېل پر ۱۷مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې تر دې وروسته به د اپرېل له ۲۵مې څخه تر ۲۹مې پورې د ورښتونو یوه بله سلسله پیلېږي.

اې ډي اېم اې ویلي دي چې د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې د تېزې سیلۍ یا طوفان پر مهال د ږلۍ ورېدو امکان هم دی.

هغې ادارې له خلکو غوښتي دي چې د شړکنده بارانونو پر مهال دې هغو غرییزو سیمو ته له سفره ډډه وکړي چې له خطر سره مخامخې دي.

اېن دي اېم اې داراز خلکو ته د احتیاط کولو سپارښتنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د فبرورۍ له پایه د مارچ تر پیله او بیا د مارچ په پای کې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف هغه مهال ویلي ول چې وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په ورښتونو او سېلابونو کې له ځپل شویو خلکو سره پوره مرسته کوي.

وزیراعظم په ورښتونو کې د پېښو او سېلابونو پر مهال د وژل شویو کورنیو ته ۲۰، ۲۰ لکه او ژوبلو کسانو ته د پینځه لکه روپیو ورکولو اعلان کړی وو.

شریف داراز ویلي ول چې د بارانونو او واورو له وجې د بشپړو ړنګو شویو کورونو مالکانو ته اووه، اووه لکه روپۍ ورکوي.

شریف د مارچ پر پینځمه د بلوچستان سختې ځپل شوې سیمې ګوادر ته د سفر پر مهال د بشپړو ورانو شویو کورونو مالکانو ته د اووه نیمو لکو او د جزوي ړنګو کورونو مالکانو ته د درې نیمو لکو روپیو ورکولو اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG