غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په قامي اسمبلۍ کې د کورمې د استازي حمید حسین توري د سېپټېمبر پر ۲۶مه په پاړه چینار کې ولسي غونډې ته وویل چې په سیمه کې د اوربند عملي کولو هڅې روانې دي.
يوشمېر مشرانو جرګې ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره دې تجارتي لارې پرانیستې وساتل شي ځکه چې د قبایلو د اقتصادي ودې لپاره تر دې بله "غوره لاره" نه شته.
د زندانونو چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار همایون خان د سېپټېمبر پر ۲۴مه د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وویل چې په کورمه کې "ټول واک" وار له مخه د امنيتي ځواکونو په لاس کې دی نو ځکه باید روان تاوتریخوالی ودروي.
د دې ضلعې د پولیسو مشر تیمور خان رسنیو ته ویلي چې په فهرست کې شاملو مطلوبه کسانو د نیولو لپاره یې د عملیاتو تېزولو امر هم کړی دی.
نوموړي ویلي چې دا جرګه به د سېپټېمبر پر ۲۵مه په پېښور کې وي او دوی پکې د قبایلي سیمو سیاسي او قبایلي مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.
د پاکستان وفاقي حکومت په وروستیو کې د ترهګرۍ ضد د ۱۹۹۷ز کال په قانون کې ترمیم وکړ او پوځ او امنیتي ادارو ته یې د ځانګړو واکونو ورکولو پرېکړه کړې ده.
د ایپکس کمیټۍ په غونډه کي موجود د بنو د تاجرانو د خوني مشر ناصر خان بنګش مشال راډیو ته وویل چې د ایپکس کمیټۍ په غونده کي د بنو د احتجاج کوونکو مهمې غوښتنې منل شوې دي او پکار ده چې اوس عمل ورباندې وشي.
د جولای په ۱۹مه د حزب اختلاف غړي عدنان وزیر د اسمبلۍ غونډې ته وویل چې د لسګونه زرو خلکو سوله ایز احتجاج په پای کې د بنو پوځي چاوڼې سره نېږدې پر هغوی د ډزو پېښه د اندېښنې وړ ده.
د سبزیو او مېوو د سوداګرو اتحادیې مشرانو د جولای پر اتمه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان د جولای له لومړۍ نېټې راهيسې له افغانستانه د سبزیو او مېوو پر راوړلو ټيکس يا ماليه نېږدې زر فیصده زیاته کړې ده.
میا افتخار حسین د جولای پر لومړۍ نېټه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته له وينا کولو وروسته مشال راډيو ته وويل چې د حکومت او امنیتي ادارو لخوا د ممکنه پوځي عملیاتو په اړه له وضاحتي بیانونو وروسته يې دا پرېکړه کړې ده.
په پېښور کې د قبایلي ضلعو د ولسي مشرانو جرګې د جون پر ۲۷مه وویل چې نور په خیبر پښتونخوا کې هېڅ ډول عملیات نه مني.
احتجاج کوونکو مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د فرقه ییز اختلافاتو پر اساس پر مسافر وړونکو ګاډو د ترسره کېدونکو بریدونو لړۍ ودروي.
د کمېشن غړو د جون پر ۱۱مه، د پېښور د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته وویل چې د ۲۰۲۳ز کال لپاره د هغې خپلواکه او ناحکومتي ادارې د راپور له مخې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو سرغړونه ده.
د ټرايبل يوت موومېنټ مشرانو د جون پر پینځمه په پېښور پرېس کلب کې د غوڼدې پر مهال وویل چې حکومت ورسره په سیمه کې د پرمختيايي کارونو او د امن برقرار ساتلو ژمنې کړې وې.
د خوراک وزارت سېکرټر ظریف معاني د جون پر لومړۍ له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ۴۰ کېلوګرامه غنمو د بوجۍ (ګونۍ) نرخ ۳،۹۰۰ روپۍ وو چې په هغه حساب یې له اړتیا سره سم ۳۰۰،۰۰۰ میټرک ټنه غنم اخیستي ول او نور نه شي اخیستای.
هغو مشرانو د مې پر ۳۰مه، په پېښور کې يوه خبري غونډه کې د پنجاب د سرګودې ښار په مجاهد کالونۍ کې د عیسویانو ضد د ولس پارولو پېښه وغندله او هغه یې يو "غیر قانوني او غیر اسلامي" عمل وباله.
احمد کنډي په خپله وينا کې وویل چې د ۲۰۱۰ز کال څخه وروسته د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي اېوارډ) د نه اعلانولو له کبله خیبر پښتونخوا له اربونو روپیو څخه بې برخې ده.
د خزانې صوبايي وزير افتاب عالم د مې پر ۲۴ مه د بجټ وړاندی کولو پر وخت وويل چې دا ۱۰۰ اربه روپو اضافي بجټ دی. د ده په خبره د صوبې ټول اخراجات ۱۶۵۴ اربه او محصولات يې ۱۷۵۴ اربه روپۍ دي.
نور وښیئ