عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
تحریک طالبان د نومبر پر ۲۸مه نېټه رسنيو ته په استولي بیان کې پر خپلو وسلوالو غږ کړی وو چې په پاکستان کې دې حملې وکړې
تحریک طالبان د نومبر پر ۲۹مه، رسنيو ته په استول شوي بیان کې چې مشال رېډیو ته هم ترلاسه شوی، د بريدونو کولو وجه دا ښوولې چې د ډلې په ادعا، د پاکستان پوځ په لکي مروت او نورو سيمو کې يې د غړو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان حکومت د تحریک انصاف او عمران خان تورونه رد کړي دي او په دې اړه یې د پلټنو ژمنه کړې ده. د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) هم د نومبر څلورمې پر ماښام په بیان کې د تحریک انصاف او د عمران خان تورونه "بې بنیاده" وبلل او رد یې کړل.
پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان له زښتو مالي ستونزو سره مخامخ دی چې له کبله يې د خلکو کړاوونه زیات شوي دي، خو په دې حالاتو کې هم افغانان ځان ته د تفریح لارې لټوي چې پکې یو کرکټ هم دی. د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ځوانان په کرکټ کولو بوخت ليدل کېږي.
د پاکستان وزیراعظم پر نړيواله ټولنه غږ کړی چې د سېلابونو له کبله له رسېدلو زیانونو څخه د راوتلو په برخه کې دې ورسره مرسته وشي. شهباز شريف د نومبر پر اوومه نېټه په مصر کې د اقليمي بدلون نړيوالې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د سېلابونو له وجې يې هېواد ته تر ۳۰ اربه ډالرو زيات زیان رسېدلی دی
جوېریې صديق د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه د شپې شاواخوا دوه نيمې بجې پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د پوليسو په وينا، ارشد شريف وژل شوی دی.
عدالت نن (اکتوبر درېیمه) نېټه د چيف جسټس اطهر من الله مشرۍ کې د قضیه اورېدنه په داسې حال کې وکړه چې پخوانی وزیراعظم عمران خان هم حاضر وو.
د پاکستان چارواکي وايي چې له جون مياشتې راهيسې د زښتو بارانونو او سېلابونو له کبله تر ۱۶۰۰ زیات کسان مړه شوي او څه باندې ۳۳ ميليونه کسان ورڅخه اغېزمن شوي دي. دغه هېواد وايي چې سېلابونو يې اقتصاد ته شاوخوا ۲۸ اربه ډالر زیان رسولی دی.
د پاکستان دولتي بانک د سېپټېمبر پر ۱۸مه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي دي چې هغه درې اربه ډالر به تر یو کال پورې د هغه هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمې برخه وي.
د ترکيې په استنبول کې پر باسفورس تنګي جوړ د ګلاتا په نوم پل د ښار دوه تاریخي برخې سره نښلوي. هره ورځ په زرګونه سیلانيان د پله او ورڅخه د ښار د ښکلې منظرې نندارې ته ورځي خو هلته په قطار کې ولاړ لسګونه کسان د کبانو ښکار هم کوي. د ماهیانو نیولو په اړه ویډیويي رپورټ.
عمران خان د سپتمبر په څلورمه نېټه په فیصل اباد کې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف او د پيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري غله بللي ول او بې له ثبوت وړاندې کولو يې ادعا وکړه چې دواړه غواړي په نومبر میاشت کې د پوځ مشر د خپلې خوښې کس وټاکي.
استنبول د ترکيې يو تاریخي ښار دی خو پکې د پشوګانو شمېر دومره زیات دی چې ورته د پشوګانو "پلازمينه" ويل کېږي. دا ولې؟ عبدالحي کاکړ د استنبول د سفر پر مهال پر دې يو ويډيويي رپورټ جوړ کړی دی.
په پاکستان کې چارواکي وايي چې د جون له دويمې اوونۍ پیل شوو بارانونو او سېلاوونو د مرګژوبلې ترڅنګ ۶۰،۰۰۰ کورونو ته زیانونه رسولي دي. د دوی په وينا، په زرګونو خلک بېکوره شوي چې دا مهال په خيمو کې ژوند کوي. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيوګانو عبدالحي کاکړ رپورټ جوړ کړی دی.
پخواني وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۲۱مه د راولپېنډۍ په لیاقت باغ کې د خپلو پلویانو جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ادارې نیوکې وکړې.
پرېکړه د اګست پر دوېیمه نېټه په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن په مرکزي دفتر کې په داسې حال کې واورول شوه چې د دفتر د ودانۍ او ښار په مهمو ځايونو باندې د امنيت په ممکنه توګه د خرابېدو د مخنيوي لپاره چارواکيو په سلګونه پوليس، اېف سي او د رېنجرز سرتېري ځای پر ځای کړې دي.
پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دی خو په دغسې شرایطو کې هم افغانان مېلې او سېلونه نه دې پرې اېښي. د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکو دا مهال د سېل لپاره باميانو ته مخه کړې ده. په دې اړه عبدالحي کاکړ د فرانس پرېس اژانس له ويډيو رپورټ جوړ کړی دی.
په همدې حال کې تحریک انصاف ګوند د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ له لوري د قضیې پرمخ وړلو ملاتړ کړی دی او د واکمنو ګوندونو د مشرانو څرګندونې پر "عدالت برید" بللې دي.
د هند یوه اوسېدونکې چې شاوخوا ۷۵ کاله وروسته د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې خپل کور ولید نو له خوشالۍ یې وژړل. رینا ورما او د هغې کورنۍ له شاوخوا هغو ۱۵مېلیونه کسانو څخه ول چې په ۱۹۴۷ز کال کې د هند نیمې وچې د وېش پر مهال پاکستان او هند ته کډوال شوي ول. رینا ورما هغه مهال ۱۵ کلنه وه.
د پنجاب په ضمني ټاکنو کې تر ماتې خوړلو وروسته اوس د ټولو نظر په لاهور کې د جولای پر ۱۹مه نېټه د شهباز شريف په مشرۍ د هغه د اتحادي حکومتونو د غونډې پر لور دی چې پکې پر رامنځ ته شويو نويو سياسي حقيقتونو بحث کېږي.
نور وښیئ