د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انرژۍ وزارت وايي پاکستان کې د برېښنا بحالۍ چارې روانې دي


په پاکستان کې یو انجینر د برېښنا بحالولو هڅه کوي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې یو انجینر د برېښنا بحالولو هڅه کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د انرژۍ چارو وزارت وايي، د اسلام اباد او پېښور د بجلۍ وېش شرکتونو یوشمېر برېښناکوټونه یې بحال کړي او هېواد په نورو سیمو کې یې د بحالۍ چارې روانې دي.

وزارت د جنورۍ پر ۲۳مه پر ټوېټر ولیکل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د دوشنبې (ګل) پر سهار ۳۴ دقیقې (منټه) د پاسه اووه بجې د هېواد د برېښنا نظام د جریان دوران (تعدد یا فرېکوېنسي) کم شو چې له کبله یې په پراخه کچه برېښنا قطع شوه.

وزارت په بیان کې زیاته کړې ده چې د برېښنا بحالولو پر چارو "په چټکۍ کار" روان دی.

د انرژۍ چارو وزارت تر دې وروسته په بل بیان کې وویل چې له وارسکه د برېښناکوټونو بحالېدل پیل شوي دي او په یو ساعت کې یې د اسلام اباد او د پېښور د بجلۍ وېش شرکتونو "یوشمېر برېښناکوټونه" بحال شوي دي.

د پاکستان د اوبو او توانایۍ چارو ادارې چارواکي وايي، د هېواد د بجلۍ په نظام کې د ستونزې له کبله په پېښو، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، کوټې، پښین، ږوب، چمن، قلعه عبدالله او په یوشمېر نورو ځایونو کې بجلي نه شته.

د انرژۍ چارو وزیر خرم دستګیر د پاکستان د اردو ژبې شخصي جیو نیوز ټېلېوېژن ته ویلي دي چې د بجلۍ په نظام کې "لویه ستونزه" نه ده راغلې او په راتلونکو "۱۲ ساعتونو کې" به د ټول هېواد برېښنا بحاله شي.

رویټرز اژانس د نوموړي له خولې ویلي دي چې د برېښنا د جریان دوران یا فرېکوېنسي کمېدو ستونزه د سیند صوبې د جامشورو او دادو د برېښناکوټونو ترمینځ پېښه شوې ده.

دستګیر زیاتوي چې د دې له وجې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې روغتونونه، کارخانې او ښوونځي تر ساعتونو پورې له برېښنا بې برخې ول.

د پېښور یوشمېر اوسېدونکو اژانس ته ویلي دي چې د برېښنا نه شتون له وجې د ښار په ځینو ځایونو کې خلکو سهار د څښاک اوبه هم نه لرلې.

د پېښور د لېډي رېډنګ روغتون ویاند محمد عاصم رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د برېښنا تر قطع کېدو سمدستي وروسته یې جنرېټرونه چالان کړل او د بیړنیو طبي خدماتو او د انتهايي نګهداشت څانګو او لېبارټریو ته یې بجلي بحال وساتله.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم د بجلۍ په نظام کې د خرابۍ له وجې په پراخه کچه د برېښنا قطع کېدو پېښې شوې دي. د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ کې د کراچۍ، اسلام اباد او لاهور په ګډون په یوشمېر ښارونو کې برېښنا قطع شوې وه چې څو ساعته وروسته بحال شوه.

XS
SM
MD
LG