عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
په سيند صوبه کې پښتانه ټرانسپورټران او کاروباريان وايي چې په وروستيو کې د تاوان یا باج لپاره د پښتنو د تښتولو پېښې زیاتې شوې دي. د مشال تر رڼا لاندې کې د دې ستونزې پر بېلابېلو اړخونو بحث شوی دی. بشپړ بحث وګورئ.
د ۲۰۲۳ز کال د مې په میاشت کې به په خيبر پښتونخوا د پخوانیو قبایلي سیمو د ورګډېدو پینځه کاله پوره شي، خو یوشمېر خلک شکایت کوي چې د اصلاحاتو په بهیر کې ورسره شوې وعدې لا هم نه دي پوره شوې. په مشال تر رڼا لاندې کې پر هم دې موضوع بحث شوی دی.
په پېښور کې د پوليس لاینز پر جومات تر بريد وروسته په پاکستان کې يو ځل بیا د ترهګرۍ له مينځه وړلو بحثونه تاوده شوي دي. په هغه هېواد کې د ترهګرۍ او پرضد يې د اقداماتو شاوخوا دوه لسیزې کېږی خو لا هم دا مسله نه ده حل شوې. د مشال تر رڼا لاندې بحث وګورئ.
د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتېدو سره سم په دې صوبه کې د تحریک انصاف شاوخوا نهه نيم کلنه واکمنۍ پای ته ورسېده. د مشال تر رڼا لاندې کې دا پوښتنه بحث شوې ده چې د دې ګوند واکمني څنګه وه.؟ بشپړ بحث وګورئ
په پاکستان کې دا لومړۍ ځل نه دی چې په جوماتونو حمله شوې ده بلکې په تېرو څه دپاسه دوو لسيزو کې په جوماتونو او امام باړو په وار وار بريدونه شوي دي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ځېنو نورو وسله والو ډلو يې ذمه واریانې منلې دي.
پولیسو فواد چودري پرون (د جنورۍ پر ۲۵مه) په لاهور کې له خپل کوره نيولی وو چې وروسته اسلام اباد ته بوتلل شو او هلته يوه عدالت هغه د دوو ورځو لپاره په جسماني ريمانډ پوليسو ته وسپاره.
د مشال تر رڼا لاندې ويډیويي بحث کې مو پر دې موضوع خبرې کړې دي چې ایا د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت به وکولای شي چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته خپله اییني موده پوره کړي او که څنګه؟ بشپړ بحث وګورئ.
نړیوالې مرستندویه ادارې وايي چې په افغانستان کې سړې هوا او د برېښنا نشتوالي بشري ناورين لا زیات کړی دی. خلک وايي چې د مالي ستونزو له کبله د سونګ مواد نه شي برابرولی.
د پاکستان چارواکيو د جنورۍ پر ۲۴مه ويلي چې د هېواد په زیاتره برخو کې بجلۍ يا برېښنا بحاله شوې ده. د جنورۍ پر ۲۳مه سهار وختي د هېواد په لويو او وړو ښارونو کې بجلۍ قطع يا پرې شوې وه چې له کبله يې د ژوندانه چارې په ټپه درېدلی وې. خو د ځينو سيمو خلک اوس هم د برېښنا د نشتوالي شکايت کوي.
وزارت د جنورۍ پر ۲۳مه پر ټوېټر ولیکل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د دوشنبې (ګل) پر سهار ۳۴ دقیقې (منټه) د پاسه اووه بجې د هېواد د برېښنا نظام د جریان دوران (تعدد یا فرېکوېنسي) کم شو چې له کبله یې په پراخه کچه برېښنا قطع شوه.
د مشال تر رڼا لاندې ويډيويي بحث کې مو په پاکستان کې د ترهګرۍ زیاتېدونکو پېښو ته په کتو د وسلوالو ډلو .پرضد د سياسي ګوندونو دريځونو ته کتنه کړې ده. بحث دلته لیدلای شئ.
لطیف اپرېدي د مبارزې په لړ کې ډير کلونو په زندان کې تېر کړي وو
په کینیا کې زده کوونکو له وښو څخه د نشاستې جوړولو بریالۍ ازموینه کړې ده. د دې کار موخه په نړیوال کچ د زیاتېدونکې لوږې مخه نیول دي. ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې ۸۱۱ مېلیونه کسان له لوږې سره مخامخ دي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د ښځو د حقونو د غورځنګ ۴۵مې کلیزې په مناسبت یوه مېله جوړه شوې ده. په مېله کې به د جنورۍ تر ۲۲مې پورې نڅاګانې او د تیېټر (تیاتر) ډرامې وړاندې کېږي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
شریف وویل، د سیند او بلوچستان په یوشمېر سیمو کې سېلابي اوبه ولاړې دي او د وسې او پشکال تر بارانونو وروسته سېلابونو تر ۳۰ مېلیونه زیات خلک اغېزمن کړل، تر اته مېلیونه زیات کسان بې کوره شول او شاوخوا ۸،۰۰۰ کېلومیټره سړکونه یې ړنګ کړل.
د کابل ښار په زړه کې د ځمکې (مځکې) د کرې یوه نمونه اېښودل شوې ده چې په يوه دقیقه کې پینځه ځلې څرخي. پر کره د افغانستان نقشه له رسمي هغې لویه ښوول شوې ده. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
په ایران کې د ډېسېمبر پر اوومه هم د حکومت ضد مظاهرو او کاربندیز دوام درلود او په شاوخوا ټول هېواد کې دوکانونه او کارخانې تړل شوې وې. په ایران کې د سېپټېمبر په نیمايي کې د پولیسو په حراست د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر بېهوښه کېدو او بیا مړینې پرضد مظاهرې پیل شوې. ویډیويي رپورټ.
سپريم کورټ پرون (ډېسېمبر پر پینځمه) په بیان کې ويلي چې د ارشد شريف وژنې خبريالان او ولس ډېر خفه کړي دي او غواړې چې د دې پېښې پلټنې وشي. عمر عطا بنديال په خپلې مشرۍ کې د جسټس اعجازالحسن، جسټس جمال خان مندوخېل، جسټس مظاهر علي اکبر نقوي او پر جسټس محمد علي مظهر مشتمله جرګګۍ جوړه کړې ده.
نور وښیئ