طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
د سرکاري جرګې یو غړی حاجي عزت ګل د جولايي پر ۳۰مه مشال راډیو ته پخلی وکړ چې په کورمه کې له شپږو ورځو روانه جګړه اوس درېدلې ده.
د سیمې پولیسو د جولای پر ۲۸مه انتظامي او نورو حکومتي ادارو ته یو معلوماتي راپور استولی دی چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی دی. د هغه راپور له مخې، د جولای ۲۴مې له مازیګر راهیسې په پیل شویو نښتو کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۱۶۶ ژوبل دي.
د ځايي خلکو او صحت محکمې په وینا، دا تازه مرګ ژوبله د جولايي له ۲۵ راهیسې اوښتې ده. له دې سره په مجموعي توګه دواړو غړو ته د وژل شویو شمېر اته او ټپي شویو شمېر ۷۸ ته رسېدلی دی.
د پاړه چینار د روغتون مشر ډاکتر میر حسن جان د جولای ۲۵مې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې په یادې ورځې په نښتو کې زیاتره ژوبل کسان هغه روغتون ته لېږدول شوي چې ورڅخه یې دوو سا ورکړه او د نورو درملنه روانه ده.
چارواکو او ځايي اوسېدونکو د جولای پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل چې جګړه د جولای پر ۲۴مه په بوشهره (بوشارو او بوشېرو هم بلل کېږي) کې د مدګۍ کلي او مليخېلو د اوسېدونکو ترمینځ پیل شوه چې اوس خوار کلي، بالشخېلو او شاوخوا نورو سيمو ته غځېدلې ده.
په کورمه کې دا مظاهره پر داسې مهال شوې ده چې امنیتي سرتېرو څه موده مخکې وسلوالو ته د "پناه او خوړو ورکولو" په تور ځینې کسان ونیول. د سیمې اوسېدونکي وايي چې امنیتي سرتېرو ځینې کسان د لټون عملیاتو پر وخت له کورونو نیولي او له ځان سره یې ساتلي دي.
احتجاج کوونکو مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د فرقه ییز اختلافاتو پر اساس پر مسافر وړونکو ګاډو د ترسره کېدونکو بریدونو لړۍ ودروي.
په کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته وویل چې د جون پر ۲۱مه په مزرینه کې پر مرغانو سړک لومړی د ماین پاکۍ چارو د سرتېرو ګاډی د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو چې تر هغې سمدستي وروسته وسلوالو ډزې وکړې.
پولیس او د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) چارواکي وايي چې وړوکی ګاډی د جون پر ۱۶مه د سدې پر لوري روان وو چې د مرغانو سړک پر یوه پېچومي د ځمکلاندې ښخ بمي چاودنې ښکار شو.
د جون پر ۱۳مه په غونډه کې تر ګډون وروسته د سیمې یو مشر اغا مزمل حسین مشال راډیو تته وویل چې د کورمې خلک له ناامنیو تنګ شوي دي. "دلته ناامني زیاته شوې ده، وسلوال ښکاره ګرځي او د شپې خپل فعالیتونه کوي. امنیتي ادارو پرې سترګې پټې کړې دي.
د دې پروګرام ویبپاڼې د جون په اتمه نېټه لیکلي دي، چې څو اوونۍ مخکې په کوټه کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی وو، چې وروسته یې د کراچۍ په روغتون کې ساه ورکړه. څېړنو وښودله چې هغه ماشوم په پولیو اخته و.
مظاهرچیان له لاریون وروسته په مخرني سیمه کې د امنیتي پوستې مخې ته د لږوخت لپاره کښېناستل او پر دې موقع ځینو مشرانو ویناوې وکړې.
کاروباریانو د مې له ۲۹مې راهیسې دوکانونه تړلي دي او غوښتنه کوي چې انتظامیه دې له خپل امره په شا شي او د سرغړونې په تور دې نیولي درې دوکانداران خوشې کړي.
دا پرېکړه منګلو، خروټو او ځدراڼو د مې پر ۲۷مه اعلان کړه او حکومت ته یې دړکه وکړه چې د هغوی غوښتنې دې اول ومني نو بیا به په دویم قدم کې دوی خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.
په کورمه کې د تجارانو د ټولنې ځايي مشر سید مبین حسین مشال راډیو ته وویل چې پر لاره د ګاډو تګ راتګ پیل شوی دی. نوموړی زیاته کړه چې هلته د تالاشۍ او ګمرک نظام هم فعاله شوی دی.
په دې مذاکراتو کې د خرلڅیو مقامي مشر، ملک سید مبین حسین، د مې په ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې له افغانستانه بېلا بېلو قومونو مشران ورغلي ول او ډز بندي شوې ده.
ځايي مشرانو مشال راډيو ته د امنيتي ځواکونو په حواله ويلي چې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د بيا رغولو تر څنګ لږ نور تعميراتي کار روان وو چې افغان طالبانو بريد وکړ. له هغه وروسته سرحدي دروازه تړل شوې چې لا هم نه ده پرانيستل شوې.
د سرحدي ځواک (اېف سي) يو چارواکي مشال راډيو ته وويل چې د اپرېل پر ۲۵مه د کورمې په متاسنګر سيمه کې په يو کور کې په "غير قانوني توګه دېره" کسانو د امنيتي ځواکونو پر غړو د چاپې پر مهال ډزې وکړې چې پکې د اېف سي ځواک دوه سرتېري ووژل شول.
نور وښیئ