د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې کاروباریانو په تول د چرګانو خرڅولو د حکومتي امر ضد کاربندیز کړی


د چرګانو غوښې پلورونکی - انځور له ارشیفه
د چرګانو غوښې پلورونکی - انځور له ارشیفه

د کورمې په پاړه چینار کې د چرګانو کاروباریانو تر هغې وروسته احتجاج پیل کړی دی چې ضلعي انتظامیې په تول د چرګانو خرڅولو امر وکړ.

کاروباریانو د مې له ۲۹مې راهیسې دوکانونه تړلي دي او غوښتنه کوي چې انتظامیه دې له خپل امره په شا شي او د سرغړونې په تور دې نیولي درې دوکانداران خوشې کړي.

په پاکستان کې اوسمهال د غوښې لپاره یو کیلوګرام ژوندی چرګ له ۲۷۵ څخه تر ۳۰۰ روپیو پورې خرڅېږي. خو په کورمه کې د یو چرګ قیمت له ۷۰۰ روپیو پیلېږي.

سوداګر له پنجاب او نورو ځایونو څخه د تول په حساب چرګان اخلي خو وايي چې کورمې ته یې د لېږد پر مهال په لاره کې وزن کمېږي نو ځکه یې په تول خرڅول ورته په ګټه نه تمامېږي. خو د بره کورمې انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) حفیظ الله وايي چې سوداګر په ټول هېواد کې د غوښې چرګ په تول اخلي نو باید یې د وزن په حساب خرڅ هم کړي.

نوموړي تېره ورځ مشال راډیو ته وویل چې د مې پر ۲۶مه د پاړه چینار سوداګرو ورسره موافقه کړې وه چې نور به چرګان په تول خرڅوي. دی زیاتوي چې ټرانسپورټي او نورو لګښتونو ته یې په کتو په کورمه کې د یو کیلوګرام چرګ بیه ۳۶۰ روپۍ ټاکلې چې د هېواد د نورو برخو پرتله لوړه ده نو ځکه باید دوکانداران د انتظامیې د امر پابندي وکړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG