د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې مظاهرچیانو له حکومته د امنیت غوښتنه کړې


د جون پر څلورمه د پاړه څمکنيو مظاهرچيانو له لاریون وروسته د امنیتي پوستې مخې ته پرلت وواهه.
د جون پر څلورمه د پاړه څمکنيو مظاهرچيانو له لاریون وروسته د امنیتي پوستې مخې ته پرلت وواهه.

د کورمې په پاړه څمکنیو کې د جون پر څلورمه په لسګونو کسانو د مظاهرې پر مهال پر حکومت غږ وکړ چې په سيمه کې امنیت ټینګ او د دوی سرومال دې خوندي کړي.

مظاهرچیان له لاریون وروسته په مخرني سیمه کې د امنیتي پوستې مخې ته د لږوخت لپاره کښېناستل او پر دې موقع ځینو مشرانو ویناوې وکړې.

یو مشر ملک حاجي پټان څمکني وویل چې له پوځ څخه دا پوښتنه کوي، چې کله یې عملیات وکړل او ټوله سیمه یې په خپله ولکه کې کړله نو بیا دې سیمې ته وسلوال یو ځل بیا څنګه ورغلل؟

نوموړي زياته کړه "پوځ ته هم وایو او حکومت ته مو هم دا خبره ده چې زموږ ساتنه دې وکړي، که نه نو بله بلا راروانه ده. د دې بلا بېخ وباسئ، دا له کومه طرفه راغله؟ حکومت او پوځ دې ځواب ووایي ځکه چې واک یې په لاس کې دی."

چارواکي وايي چې په سيمه کې وسلوال بیا فعاله شوي دي.
چارواکي وايي چې په سيمه کې وسلوال بیا فعاله شوي دي.

د منځنۍ کورمې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره يې د خبرو کولو اجازه نه لرله، د جون پر څلورمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې په سیمه کې وسلوال یو وار بیا فعاله شوي دي چې پرضد يې له تېرو دوو ورځو راهیسې پوځ او ملېشه ځواک د لټون عملیات پیل کړي او له دې امله هغوی له سيمې څخه تښتتېدلي دي.

د نورو قبايلي سيمو په څېر په کورمه کې هم وسلوال طالبان فعاله ول چې پرضد يې د پاکستان پوځ په وار وار عمليات کړي ول چې په نتیجه کې وسلوال له سيمې څخه وتلي ول.

د هغو عملياتو په نتیحه کې د نورو سيمو په شان له کورمې هم په لکونه خلک بې کوره شوي ول چې زیاتره يې بېرته ستانه شوي دي.

خو له تېرو څو کلونو راهيسې په سوات او قبايلي سيمو کې وسلوال بېرته فعاله شوي دي چې پرضد يې د حکومت په وينا، هدفي عملیات روان دي. خو په بېلابېلو سيمو کې ولسي پاڅونونه، پرلتونه او مظاهرې شوې دي چې پکې له حکومته غوښتل شوي چې دوی ته دې د ځان او مال تحفظ ورکړي.

بلخوا انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG