طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
دا وخت هم د علي شیرزو، مسوزو او زمشت سیمو خلک د ملک په بندوبستي سیمو کې جوړو کيمپونو او یا له کیمپونو بهر د کډوالۍ ژوند تیروي.
دا خطر دی چې په سدې کې ناولې اوبه، د باترومونو یا ټټيو اوبه کوهیانو ته ځي نو د دې له وجې هغه اوبه ګنده وي او چې بیا موږ کله دا اوبه څښو نو له دې ناروغه کېږو. موږ ته د بیماریو ډېره خطره ده. که حکومت موږ ته صفا [پاکې] اوبه راکړي نو موږ به د حکومت ډېر شکر ګزاره یو
ملا نبي حنفي له تحریک طالبان پاکستانه بیل شوی وو او اوس د مقامي وسله والې ډلې مشر دی.
د روانې میاشتې پر ۱۵مه نېټه د بره کورمې اجنسۍ د ډاګو کلي له چیک پوسټ سره د ګېدو سیمې ملک ګل مرجان د نا مالومو کسانو په برید کې وژل شوی وو.
د کورمې ایجنسی د سیکارام سیمې خلک وایي چې د ژوند د بنیادي سهولتونو د نیشتوالي په وجه ددوی ماشومان د تعلیم ترلاسه کولو نه محرومه دي.
کوهاټ د خیبر پښتونخوا بندوبستي سیمه ده چې پولې یې له دره آدم خیل، اورکزو اجنسۍ او ضلع هنګو سره لګیدلي دي.