د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپین ټل: پر ملا حنفي ډلې د طالبانو ځانمرګی برید


ملا نبي حنفي له تحریک طالبان پاکستانه بیل شوی وو او اوس د مقامي وسله والې ډلې مشر دی.

له اورکزو او شمالي وزیرستان سره په سپین ټل سیمه کې د ملا نبي حنفي پر مرکز ځانمرګی برید شوی چې د ځايي چارواکو په خبره لږ تر لږه اته کسان یې وژلي اووه تنه نور یې ټپیان کړي دي.


یو عیني شاهد مشال ریډیو ته وویل: ((چې برید نن سهار شاوخوا اووه بجې هغه مهال وشو چې کله یوه یوه ځانمرګي بریدګر غوښت خپل موټر د مرکز دننه بوځي او هلته برید وکړي خو د مرکز مخې ته د وسله والو لخوا په جوړ شوي چیک پوست ورته د ودریدو اشاره وشوه خو چې کله ونه دریدو نو ډزې پرې وشوې او له بریده وروسته ځانمرګي بریدګر خپل ځان والوځولو)).

په چاودنه کې وژل شوي زیاتره کسان له مقامي وسله والې ډلې سره تعلق لري.

ویل کیږي چې د برید په وخت د مقامي وسله والې ډلې مشر ملا نبي حنفي هم په خپل مرکز کې موجود وو خو هغه له بریده روغ رمټ وتلی دی.

د برید ټپیان یې د ټل روغتون ته رسولي دي. په زخمیانو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم شامله ده.

روغتیایي چارواکي ډاکټر عمر مشال ریډیو ته وویل چې د څلورو ټپیانو روغتیایی وضعه ښه نه ده او هغوی یې د نور علاج لپاره د هنګو هیډ کواټر هسپتال ته منتقل کړي دي. او دووه ټپیان یې له لومړنیو درملنو پس فارغه کړیدي.

امنیتی چارواکې ډی ایس پی سید شوکت علی شاه موږ ته وویل چې د پیښې وروسته په سیمه کې امنیت ټینګ کړل شوی دی او ځای پر ځای د خلکو تلاشیانی اخستل کیږی
د دغه برید پړه تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې په خپل سر اخیستې ده.

ملا نبي حنفي له تحریک طالبان پاکستانه بیل شوی وو او اوس د مقامي وسله والې ډلې مشر دی.

په تیرو وختونو کې د ملا نبي حنفي ډلې تحریک طالبان پاکستان اورکزو ډلې سره نښتې هم شوې دي، چې پکې د ډلې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG