د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه:منګل،خروټي،ځدراڼ پر احتجاج،لاره بنده


د روانې میاشتې پر ۱۵مه نېټه د بره کورمې اجنسۍ د ډاګو کلي له چیک پوسټ سره د ګېدو سیمې ملک ګل مرجان د نا مالومو کسانو په برید کې وژل شوی وو.

په کورمه ایجنسۍ کې د ملک ګل مرجان له وژل کېدو وروسته د منګل، خروټي او ځدران ټبرونو (قبیلو) د روانې میاشتې پر ۱۶ نېټه پرېکړه کړې چې تر هغو به د تري منګل او پاړه چنار پر لویه لاره تګ را تګ نه کوي چې تر څو یې د قامي مشر قاتلان نه وي نیول شوي.


د جرګې یو مشر ملک جمال خان منګل مشال ریډیو ته وویل چې دوی ته دې تحفظ ورکړل شي له دې علاوه د مري لوظنامې عملي کولو سره سره دې سرکار په سیمه کې د دوی ستونزو ته پام لرنه وکړي.

له افعانستان سره ډیورنډ کرښې ته نژدې د ګېدو، پیواړ تنګي، مېجر کلي، ګوباځنه، تري منګل، کوتری، هکدار، سورسرنګ او د یو شمیر نورو سیمو خلکو له فیصلې وروسته پر تري منګل او پاړه چنار سړک تګ را تګ نه شی کولي.

ملک جمال خان منګل په خبره چې د فیصلې پر خلاف ورزي یې تر اوسه د درېوو ګاړو مالکان جرمانه کړی دي.

د لارې له بندېدو سره د سیمې خلک له سختو مشکلاتو سره مخامخ شویدي.

د تری منګل سیمې عبدالروف مشال راډیو ته وویل چې دوی د خپلو بنیادي ضرورتونو پوره کولو له پاره د افعانستان لاره استعمالوي خو هغه هم اکثره بنده وي. د ده په خبره په سیمه کې ټول سکولونه بند دي، استاذان نه شي ورتللای، خوراکي توکي او دوایانې هم په کمېدو دي.

یاده دې وي چې د روانې میاشتې پر ۱۵مه نېټه د بره کورمې اجنسۍ د ډاګو کلي له چیک پوسټ سره د ګېدو سیمې ملک ګل مرجان د نا مالومو کسانو په برید کې وژل شوی وو.

ځايي پولیټیکل انتظاميه وايي، چې د حدود ذمه واري تر قانون لاندې یې لږ تر لږه ۱۵ کسان نیولي او یو شمېر دوکانونه تاله کړي دي.

د کورمې اجنسۍ پولیټیکل اجنټ ریاض مسود مشال راډیو ته وویل چې ډیر ژر به د ملک ګل مرجان قاتلان ونیول شي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG