د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکورمې د سیکارام سیمې سکولونه استاذان نه لري



د کورمې ایجنسی د سیکارام سیمې خلک وایي چې د ژوند د بنیادي سهولتونو د نیشتوالي په وجه ددوی ماشومان د تعلیم ترلاسه کولو نه محرومه دي.

د سیمې د خلکو په وینا ، په یاد کلي کې دوه سرکاري سکولونه دی، خو له تیرو دوو کلونو راهیسې په دغو سکولونو کې استاذان نشته.

د سیمې یو تن اوسیدونکي محمد اسحاق مشال راډیو ته وویل ،دوی دومره وس نه لري چې خپل ماشومان د تعلیم لپاره نورو سیمو ته واستوي :

(( زمونږ ماشومان تعلیم حاصول غواړي، خو په سکولونو کې استاذان نشته، بلډینګ شته خو سکول بند دی، په یو سکول کې استاذ شته خو هغه هم کله کله راځی. ))

د یادونې وړ ده چې د صدې تحصیل نه قریبا ۴۰ کلومیټره لرې سیکارام سیمه د منځنۍ کورمې ایجنسی په حدودو کې راځي. د خلکو په وینا ، په دې علاقه کې د خواجک قبیلې تر ۳۰۰ پورې کورنۍ اوسیږي.

د سیمې یو بل تن نعمت الله مشال راډیو ته وویل چېد تعلیم په میدان کې دغه سیمه ډیره وروسته پاتې ده، ځکه چې د حکومت لخوا دوی ته هغه شان توجه نه ده ورکړل شوې :

(( په سکولونو کې سټاف نشته ، نه علاوه یو بله ستونزه دا ده چې څلورم جماعت نه پس ماشومان نور تعلیمپه دغه سیمه کې نشی ترلاسه کولی،ځکه چې په سیمه کې دواړه سکولونه تر څلورم جماعت پورې دي. مونږ مطالبه کوو چې سکولونو کې دې سټاف هم پوره کړای شي او دغو سکولونو ته دې د مډل او یا هايي سکولونو درجه ورکړل شي. ))

دخلکو ددغو ستونزو په ځواب کې د ایجنسۍ پلانینګ افیسرمفتح الله مشال راډیو ته وویل :

(( په سکولونو کې د استاذانو حاضري یقیني کولو وروسته به ددط خبرې جایزه اخلو چې ایا د سیمې سکولونو ته د مډل او یا د هايي درجه ورکول ضروري دي او که نه ؟ ))

دتعلیم د محکمې د شمیرې ترمخه په کورمه ایجنسۍ کې سرکاري سکولونو شمیره تر ۵۵۰ پورې ده. په دې کې ۲۰۰ نه زیات سکولونه د نجونو لپاره دي.

د سیکارام سیمې خلک وايي چې په سیمه کې په سلګونو ماشومان د تعلیم د ترلاسه کولو نه بې برخه دي. دوی غوښتنه کوي چې په سیمه کې تعلیمي ستونزې د حل کولو لپاره دې چارواکي کوټلي ګامونه پورته کړي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG