د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې خلک د څښلو پاکې اوبه نه لري


سده - د قبایلي سیمې کورمې د سدې اوسېدونکي وايي، دوی پاکې اوبه نه لري. د دوی په خبره، په بیا بیا یې اړونده چارواکو ته ویلي دي، خو تر اوسه د ستونزه نه ده هواره شوې.


د سدې اوسېدونکی حاجي انور وايي، د ناولو اوبو څښلو له کبله دوی د یو شمېر ناروغیو ښکار کېږي:

((دا خطر دی چې په سدې کې ناولې اوبه، د باترومونو یا ټټيو اوبه کوهیانو ته ځي نو د دې له وجې هغه اوبه ګنده وي او چې بیا موږ کله دا اوبه څښو نو له دې ناروغه کېږو. موږ ته د بیماریو ډېره خطره ده. که حکومت موږ ته صفا [پاکې] اوبه راکړي نو موږ به د حکومت ډېر شکر ګزاره یو.))

په سدې کې حکومت د اوبو اړتیا پوره کولو لپاره شپږ باوړۍ (ټیوب وېلونه) جوړ کړي دي خو ملک غمیل خان وايي، په پایپونو یا نلونو کې اوبه نشته:

((پایپونه راغلي دي. زموږ په کورونو کې کنېکشنې هم لګېدلې دي. د اوبو دا لاین د سیمې په کلیو او کوڅو کې له ډېرې مودې غځېدلی دی. خو اوبه پکې نه راځي. پر دې په لکونو روپۍ لګېدلې دي خو چا ترې ګټه نه ده اخیستې. موږ د څښلو پاکې اوبه غواړو نو ټیوب وېلې هم شته، لاینونه هم ترې تېر شوي نو په کار ده چې په دې کې اوبه هم راشي چې زموږ ضرورت پوره کړل شي.))

هلته د کورمې د انتظامي دفتر د پلان افسر مفتح الله مسود وايي، حکومت د اوبو د مسلې حلولو لپاره کار پیل کړی دی:
((د ټیوب وېلونو دا پوزیشن دی چې په ۲۴ ګېنټو کې درې یا څلور ګېنټې بجلي وي نو په هغه کې چې دوه ګېنټې ټیوب وېلې وچلېږي نو د ښار خلکو د اوبو ضرورت نه پوره کوي. د سعودي عرب حکومت له خوا یو پراجېکټ دی، په هغې کې موږ به له سلطاني پله سره له چینې یو پایپ راولو او له هغې سره به د اوبو ضرورت تر ډېره حده پوره شي.))

د اوبو ستونزه یوازې په کورمه کې نه ده، بلکې د خیبر پښتونخوا په ځینو ښارونو، ټولو قبایلي سیمو او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې هم ده.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG