اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
سیمه ییز چارواکي وايي چې د مارچ پر درېیمه هم له باجوړه تر جنوبي وزیرستان پورې د غځېدلې کرښې دواړو خواوو ته په بېلابېلو ځایونو کې بریدونه شوي دي چې پکې لا د مرګژوبلې معلومات نه شته.
پاکستان په کابل کې د خپل سفارت ممکنه بندیدو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.
په انګور اډه کې تر نامعلومه وخته پولې ته نژدې سکولونه تړل شوي او بازار هم بند دی. چارواکو پر خلکو غږ کړی چې له غیر ضروري تګ راتګه دې ډډه وکړي.
په دې وروستیو کې پر پولیسو، اېف سي ځواک او پوځ بریدونه زیات شوي دي. د دې ترڅنګ پولیس دا ادعا هم کوي چې وسلوال پر ولسي خلکو هم ډرون بریدونه کوي.
د ټانک ضلعې یو پولیس چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۱۶مه سهار د ګومل په کوټ حکیم سیمه کې د پوځ موټر روان وو چې پرې د ماین چاودنه وشوه.
د خیبر پښتونخوا د ډيره اسماعيل خان په قریشي موړ سیمه کې د واده په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی چې په نتیجه کې یې لږترلږه اووه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. په دې بريد کې د جګري مسید په نامه مشهور د 'امن کمېټۍ' مشر وحيد الله هم وژل شوی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر حسین اندرابي د جنورۍ پر اتمه په اسلام اباد کې اونيزې خبري غونډې په وینا کې وويل چې په وروستيو کې د اسلام اباد او کابل ترمينځ اړيکې "د ترهګرۍ د ستونزې له امله تر فشار لاندې" راغلې دي.
د یادې ضلعې د پولیسو مشر محمد طاهر شاه مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر نهمه د واڼې په کاڼه چینه سیمه کې مولانا سلطان له جومات نه د راوتلو پر مهال د بم په چاودنه کې ژوبل شو او وروسته په ډېره اسماعیل خان کې په مفتي محمود روغتون کې د ژورو زخمونو له وجې ساه ورکړه.
د سره روغې د ویلیج کونسل چیېرمین اسحاق مسید مشال راډیو ته وویل چې د یادې مسلې له کبله دوی مجبور دي چې خپل ناروغان د علاج لپاره نورو او لرې سیمو ته یوسي.
د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې په سيمه کې د ګرځبنديز (کرفيو) له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. د اکتوبر پر ۲۸مه ځینو کسانو مشال راډيو ته ووويل چې د ګرځبنديز له امله لارې وتړل شي چې بيا نه کاروبار کولای شي او نه هم ناروغان روغتون ته رسولای شي.
د سروکی تحصیل چېرمېن شاه فیصل غازی مشال راډیو ته وویل چې د اکتوبر پر ۲۳مه په ډاګوی کلي کې پر یو کور د پوځ له خوا د هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) لګېدو په نتیجه کې د نور محمد په نامه يو کس وژل شوی او د هغه د کورنۍ درې نور غړي ژوبل شوي دي.
د پولیسو یو چارواکي د نوم نه خپرېدو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نن سهار (د اکتوبر پر ۲۲مه) پوځ په بورکي کلي کې د وسلوالو خلاف عمليات کول چې په نتيجه کې يې پر يو کور ډرون بريد وشو.
د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د پوليسو پر روزنيز مرکز په وسلوال بريد کې لږترلږه اووه پوليس وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.
د کوز جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک سیمې اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د سیمې د امنيتي حالاتو ښه کولو لپاره دې خپل مسوليت ادا کړي. د اکتوبر پر درېيمه د ولسي پاڅون په نامه د احتجاج پر مهال ځايي ولس وويل چې د ناامنۍ له امله يې ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
تراوسه پورې هېچا د بريد ذمه واري نه ده منلې او نه هم د پاکستان پوځ په رسمي توګه حمله تاييد کړې ده.
برما تحصیل د پولیسو یوه چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو د اجازې نه لرلو په وجه یې د نوم پټ ساتلو په شرط له مشال راډیو سره د سېپټېمبر پر ۱۷مه خبرې کولې په نرګسۍ کلي کې د ډرون برید پخلی وکړ.
نور وښیئ