د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان سوداګر له افغانستان سره د انګور اډې لارې پرانیستلو غوښتنه کوي


په جنوبي وزيرستان کې افغانستان ته داخلېدونکې د انګور اډې لاره ـ انځور له ارشيفه
په جنوبي وزيرستان کې افغانستان ته داخلېدونکې د انګور اډې لاره ـ انځور له ارشيفه

د جنوبي وزیرستان د سوداګرۍ خونې چارواکي له افغانستان سره د انګور اډې لارې د پرانیستلو غوښتنه کوي.

د وزیرستان د سوداګرۍ خونې عمومي منشي عین الدین وزیر د جنورۍ پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل چې د انګور اډې لارې تړل کېدو د وزیرستان سوداګرو ته د کروړونو روپيو زيان اړولی دی.

نوموړي زياته کړه، "له افغانستان سره چې د پاکستان کومه مسله جوړه شوه او پولې بندې شوې، نو له وجې یې زموږ د سوداګرو د کروړونو روپيو تاوان وشو. موږ د تجارت لپاره یوازې یوه لاره لرو او هغه د افغانستان لاره ده نو چې کله هم دا [لاره] تړل کېږي نو زموږ ژوند سخت ورسره اغېزمن کېږي."

عین الدین وزیر د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره دې د انګور اډې او نورو تجارتي لارو د پرانیستلو لپاره اقدامات وکړي.

اخوا د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو منتخب استازي زبیر وزیر د جنورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې له افغانستان سره د لارو پرانیستلو لپاره دوی له مرکزي حکومت سره هڅې روانې کړې دي او په دې لړ کې د خيبر پښتونخوا حکومت هم لاس په کار شوی دی.

د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو ترمینځ تعلقات په تېرو کلونو کې خراب شوي دي.

د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ په نښتو کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې وه. تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت او د ولسي وګړو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوې.

له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکو څو ځلې مذاکرات وکړل چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG