له ۲۰۰۸ راهیسې قبایلو کې د ماینونو چاودنو شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

اسحاق خان په ۲۰۱۱ز کې په باجوړ کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې معذوره شو - د ارشیف انځور

د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل ۲۷مې د جنوبي وزیرستان عمر دين ژوند تل تر تله بدل کړ. نوموړي پر هغې ورځ د سکول تر چوټۍ وروسته د خپلې کورنۍ له ماشومانو سره په یوه باغ کې لوبې کولې چې د ځمکلاندې بم چاودنه وشوه او پکې د ده لاس او سترګه ژوبل شول.

۱۸ کلن عمر دین وايي، له هغې ورځې راهیسې یې ښی لاس او کیڼه سترګه کار نه کوي.

نوموړي پر داسې مهال له مشال راډیو سره خبرې کولې چې د اپرېل پر څلورمه د ځمکلاندې بمونو په اړه د اګهۍ او د ماینونو پاکولو په اړه د اقدام ورځې په توګه لمانځل کېږي.

په قبایلي ضلعو کې د ځمکلاندې بمونو ښکار خلک او د کورنیو غړي یې وايي چې تر معذورۍ وروسته یې ژوند خورا اغېزمن شوی او هره ورځ کړېږي.

د معذورانو د ټولنو مشران او غړي وايي، له ۲۰۰۸ز کال راهیسې په قبایلو کې شاوخوا ۴۰۰ کسان د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي او ژوبل دي.

د دوی په خبره، د قبایلو په بېلا بېلو برخو کې ماینونه ښخ دي چې د سیمې د اوسېدونکو ژوند ګواښي.

د پاکستان پوځ وايي، د ماینونو پاکولو کار ته یې دوام ورکړی او تر اوسه یې ۷۲ کیلیومیټره سیمه له ځمکلاندې بمونو پاکه کړې.

د عمر دین نیمګړې هیلې

د عمر دين پلار شاهد خان وايي زوی يې ځکه کراچۍ ته بیولی چې په کلي کې يې د معذورانو لپاره هېڅ اسانتیاوې نشته.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو پر وړاندې د "راه نجات" په نوم عملیات پیل کړل چې په یو کال کې یې د ضلعې زیاتره برخه له وسله والو پاکه کړه.

زوی مې نيمګړی شو او لکه مخکې چې يې څنګه ژوند کاوه هغسې اوس نه دې پاتې.
شاهد خان

د عملیاتو له وجې د سیمې ګڼ اوسېدونکي کډوال شول.

خان وايي، په ۲۰۱۰ز کې چې حکومت ورته د واپسۍ اجازه ورکړه نو خپل کلي بدر ته ستون شو خو څو کاله وروسته یې زوی معذوره شو.

"زوی مې نيمګړی شو او لکه مخکې چې يې څنګه ژوند کاوه هغسې اوس نه دې پاتې. زوی ته چې ګورم نو ډېر پرېشانه شم چې پاتې ژوند به په دې معذورۍ کې څنګه تېروي؟"

د جنوبي وزیرستان د ګلشن مسودې ویډیويي مرکه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ګلشن مسود په یوه پښه وزن پورته کوي

عمر دين اوسمهال په کراچۍ کې له ماماګانو سره اوسي او د نهم ټولګي زده کوونکی دی.

نوموړی وايي، په ماشومتوب کې یې نیت کړی وو چې طب به لولي خو د معذورۍ له وجې یې ښايي دا ارمان نیمګړی پاتې شي.

خو دا یوازې عمر دين نه دی چې د ماین چاودنې ښکار شو بلکې په قبایلي سیمو کې ګڼ کسان په دې چاودنو کې وژل شوي، ژوبل او معیوبه شوي دي.

تر چاودنې وروسته د حمیدې ژوند

د جنوبي وزيرستان ۱۴ کلنه حميده هم له هغو متاثرينو څخه ده چې د ۲۰۱۷ز کال په جنورۍ کې يې د ماین چاودنې له وجې پښه پرې شوه.

د نوموړې پلار مصطفا مشال راډيو ته وويل، لور يې بزې پیولې او چې له کور سره نېږدې له خوړه تېرېده، نو د ځمکلاندې بم ښکار شوه.

"د معذوره کېدو له وجې مې د لور پاتې ژوند له کړاوه ډک شو. تر کومه چې زه ژوندی يمه نو خيال به يې ساتم خو دا سوچ کوم چې زه مړ شوم نو بيا به مې د لور څه کېږي؟"

دا سوچ کوم چې زه مړ شوم نو بيا به مې د لور څه کېږي؟
مصطفا

مصطفا وايي، تر چاودنې وروسته دومره پېسې ورسره نه وې چې د لور علاج يې پرې کړې وې او چې کله هم لور ته ګوري نو خپله بې وسي یې ژړوي.

په خیبر پښتونخوا کې فعالان او د معذورانو د ټولنو مشران وايي، په قبایلو کې د ځمکلاندې بمونو چاودنو د لسګونه ماشومانو ژوند اغېزمن کړی او مرستو ته یې احتیاج کړي دي.

قبایلو کې د ځمکلاندې بمونو ښکار کسانو شمېر

د وزیرستان معذورانو سازمان مشر ممتاز مسيد په ۲۰۱۶ز کال کې د ماین په چاودنه کې ژوبل شو او ډاکترانو یې پښه ورغوڅه کړه.

دی له هغې مودې راهیسې په سیمه کې د ځمکلاندې بمونو د چاودنو ښکار شویو په اړه معلومات غونډوي.

مسید د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، له ۲۰۱۰ز کال راهیسې یوازې په شمالي او جنوبي وزيرستانونو کې تر ۲۰۰ زيات کسان د ماينونو د چاودنو ښکار شوي دي چې پکې ۲۴ ښځې او ماشومانې او نور یې سړي او هلکان دي.

ډاکتر په ۲۰۱۸ز کال کې د جنوبي وزیرستان د ماین چاودنې ښکار ماشوم معاینه کوي

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۸ز کال کې په باجوړ کې د وسله والو طالبانو پر ضد د "شېردل" په نوم عملیات، په ۲۰۰۹ز کال کې يې په مومندو کې "برېښنا" او په خيبر ضلع کې هم په بېلا بيلو وختونو کې د "خيبر يو، دوه، درې او څلور" په نوم پوځي عمليات وکړل، او تر هر اپرېشن څه وخت وروسته به د زیاتره سیمو د پاکولو اعلان وکړ.

د هغو سيمو د اوسېدونکو په وينا، تر عملياتو وروسته چې کله خپلو کلیو، کورونو ته ستانه شول نو پوه شول چې په بېلا بېلو ځایونو کې ځمکلاندې بمونه ښخ دي.

د معذورانو د ټولنو په وینا، له ۲۰۰۸ز کال راهیسې په قبایلو کې شاوخوا ۴۰۰ کسان د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي او ژوبل دي.

د مومندو ضلعې د معذورانو تنظيم "پرواز" مشر مومند خان وايي، له ۲۰۰۹ز راهیسې په ټوله ضلع کې ۶۹ کسان د ماينونو چاودنې ښکار شوي چې پکې يو شمېر مړه شوي هم دي.

"کله چې به هم څوک په ماين چاودنه کې ژوبل شو نو موږ به له خپل تنظيم سره د اندراج کولو ترڅنګ ضلعي انتظاميې ته هم د هغوی معلومات ورکړل."

د همدې تنظيم د باجوړ ضلعې صدر بختور جان وايي، د دوی له شمېرو سره سم، تر ۵۰ پورې کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، په باجوړ کې د ماينونو چاودنو ښکار شوي دي.

"د ماين چاودنو له وجې د چا پښې نو د چا لاسونه پرې شوي دي او زيات تکليف خو هغه کسانو ته دې چې حرام مغز (سپاينل کارډ) يې متاثره شوې او په کټونو پراته دي."

نوموړی زياتوي، د حکومت له خوا له معذورانو سره مناسبې مرستې نه کېږي.

بلخوا د سپېشل يوت وېلفېیر ارګنايزېشن په نوم د خيبر ضلعې د معذورانو تنظيم مشر اياز خان هم له معذورانو سره د مرستو نه کېدو شکایت کوي.

نوموړي مشال راډيو ته وويل، "د ضلعې له بېلا بېلو سيمو چې مو کومې شمېرې راټولې کړي نو هغه ۲۷ جوړېږي چې د ماينونو له وجې متاثره شوي دي."

چې کله زموږ محکمې ته حکومت فنډ راکړي نو موږ دوی ته ضروري سامان لکه ویلچېیرې، د [جامو] ګنډلو ماشینونه او نور الات واخلو او ور یې کړو.
خالد اقبال

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کورمې استازی اقبال میا وايي، د ده په سیمه کې هېڅ ځمکلاندې بمونه نشته.

د معذورانو یوه ټولنه وايي، د کورمې په څېر اورکزي هم له ماینونو پاک دي.

خو د جنوبي وزیرستان، مومندو او باجوړ انتظامي چارواکي وايي، په سیمو کې د ماینونو د شمېر په اړه هېڅ کره معلومات نه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزېب مسيد وايي، له ۲۰۰۸ز کال راهیسې د شمالي او جنوبي وزیرستانونو په ګډون په خيبر، مومندو او باجوړ ضلعو کې ماین چاودنې کېږي.

دی وايي، د ځمکلاندې بمونو چاودنې هم له هغو مسلو یوه وه چې غورځنګ یې په ۲۰۱۸ز کال کې په اسلام اباد کې ۱۰ ورځنۍ احتجاجي ناستې ته اړ کړ.

د هم هغې ناستې پر مهال پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شو او له حکومته یې په قبایلو کې د ماین پاکۍ غوښتنه وکړه.

د ماین پاکۍ په اړه د پوځ دریځ

د پاکستان حکومت او پوځ په بيا بيا ویلي چې په قبايلي سيمو کې د ماينونو د پاکولو کار روان دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) مشر جنرال بابر افتخار د فېبرورۍ پر ۲۲مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ځمکلاندې بمونو پاکولو په دوران کې پوځي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستان پوځ سرتېري د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د ګزمې پر مهال - د ارشیف انځور

دی وايي، "په قبايلي ضلعو کې د ردالفساد عملياتو دوران پر لوی کچ د ماينونو د پاکولو کار وشو. تر ۷۲ کیلیومیټره زیاته سيمه له ماينونو پاکه شوې ده چې پکې زموږ دوه سرتېري وژل شوي دي او ۱۱۹ نور ژوبل شوي دي. په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی. په ۴۲ فيصده علاقه کې اوس هم کار روان دی او د دې اپرېشن دوران تر اوسه موږ ۴۸،۰۰۰ ځمکلاندې بمونه موندلي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ څرګندونه

عالمزېب مسيد پوښتنه کوي چې که پوځ زياتره سيمې له ماينونو پاکې کړې دي نو بيا ولې وخت په وخت په قبايلي ضلعو کې چاودنې کېږي؟

"حکومت راسره وعده کړې وه چې سيمې به يې د ماينونو پاکوي خو افسوس چې خپله دغه وعده يې پوره نه کړه."

په مارچ کې د جنوبي وزيرستان په بېلا بېلو برخو کې درې ماين چاودنې شوې وي چې پکې دوه ماشومان ووژل او د یوې ښځې په ګډون درې کسان ژوبل شوي ول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلویان د ماینونو پاکولو لپاره احتجاج کوي - د ۲۰۲۱ز د فېبرورۍ ۱۳مه

د پښتون ژغورنې غورڅنګ ترڅنګ د قبايلي ضلعو يو شمېر اوسېدونکي وايي، پوځ د خپل حفاظت لپاره د خپلو مورچو او کلاګانو شاوخوا ماينونه ښخوي او چې کله زيات بارانونه وشي نو اوبه هغه ماينونه له ځانه سره یوسي چې بیا په خوړونو او پټیو کې يې خلک ښکار کېږي.

خو پاکستان پوځ دا تور ردوي او وايي چې ماينونه وسله والو طالبانو ښخ کړي.

طالبانو لا پر دې موضوع څه نه دي ویلي.

په پېښور کې د معذورانو د خير ښېګړې لپاره د کارکوونکي تنظيم "سپېشل لايف فاونډېشن" مشر زوار نور وايي، د ماينونو چاودنې له وجې متاثره شویو کسانو لپاره په پاکستان کې لازم سهوليات نشته.

دی همداراز، له معذورانو سره په ټولنه کې د توپیري چلند یادونه هم کوي او وايي، دا خلک کله نا کله د ګوډ، شل، ړوند او په داسې نورو نومونو یادېږي چې د معیوبانو پر رواني صحت ناوړه اغېز لري.

حکومت له معذورانو سره څه ډول مرستې کوي؟

د خيبر ضلعې د معذورانو تنظيم مشر اياز خان وايي، حکومت ته خواست کوي چې د قبايلو په هره ضلع کې دې معذورانو لپاره کمپلېکسې جوړې کړي چې پکې هغوی څه هنر زده کړي.

دی همداراز وايي، حکومت دې په سرکاري نوکریو کې د بمونو ښکار شویو په ګډون د ټولو معذورانو ځانګړې څوکۍ له دوه فیصده څخه څلور فیصدو ته لوړ کړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کورونا وایرس جهاني وبا تر راتګ وروسته د بې وزله کورنیو لپاره د احساس کفالت په نوم یو پروګرام پیل کړ چې ورسره سم، معذورانو ته هم د میاشتې ۱۲،۰۰۰ روپۍ ورکول کېږي.

خو ایاز خان وايي، ځینو معذورانو ته له دې پروژې سره سم، مرستې ورکړل شوي خو ګڼ لا هم پاتې دي.

دا هم وګورئ:

د ماینونو چاودنو ښکار خلکو ژوند څنګه تېرېږي؟

د معذورانو د دې غوښتنو په اړه د خیبر پښتونخوا د ټولنیزې خیر ښېګړې (سوشل ویلفېیر) محکمې د مشر مرستیال خالد اقبال مشال راډیو ته وویل، دوی او ځینې نړيوالې غېر سرکاري ادارې هم له معذوارنو سره مرستې کوي.

هغه زیاتوي، د سره صلیب ادارې (ای سي ار سي) "په پېښور کې هسپتال جوړ کړی چې پکې ماينونو چاودنې له وجې معذوره شویو کسانو سره هر قسمه مرستې کېږي. بيا چې کله زموږ محکمې ته حکومت فنډ راکړي نو موږ دوی ته ضروري سامان لکه ویلچېیرې، د [جامو] ګنډلو ماشینونه او نور الات واخلو او ور یې کړو. خو يوه مسله دا وي چې هر تن ډېرې مرستې غواړي او زموږ فنډونه محدود وي نو ځکه بيا دوی ګيلې کوي."

د سپېشل لايف فاونډېشن مشر زوار نور زیاتوي، "معذورانو ته يوازې مصنوعي پښه لګول له دوی سره مکملې مرستې نه دي. حکومت ته پکار دي چې دوی لپاره د نوکريو موقعې زياتې کړي، خپل کاروبار شروع کولو لپاره دې ورته په اسانو شرطونو قرضې ورکړي. دا شان سفر کولو پر وخت دې اسانتياوې برابرې کړي."

د نور په خبره، "که معذورانو لپاره دا او داسې يوشمېر نور ګامونه پورته کړې شول نو دوی به بيا پر حکومت او ټولنه بوج (بار) نه وي بلکه دوی به هم د ملک په ترقۍ کې د خپلې برخې کردار ادا کړي."