د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماینونو چاودنو ښکار خلکو ژوند څنګه تېرېږي؟


د ماینونو چاودنو ښکار خلکو ژوند څنګه تېرېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:39:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په قبایلي سیمو کې د ځمکلاندې بمونو ښکار شوي ځوانان وايي، ژوند یې ګران دی او حکومت هم ورسره مرسته نه ده کړې. دوی وايي، کله چې د ماین چاودنه کې یو کس معذور شي نو بیا د څاروو پیولو، لوبو او غره ته د چکر لپاره نشي تللای. دوی دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د اپرېل پر څلورمه د ځمکلاندې بمونو په اړه د اګهۍ او د ماینونو پاکولو په اړه د اقدام ورځې په توګه لمانځل کېږي. موږ د دې اوونۍ د ځوانانو غږ خپرونه هم دې موضوع ته ځانګړې کړې. په خپرونه کې د ځمکلاندې بمي چاودنې ښکار شوې حمیده بي بي، د جنوبي وزیرستان د معزورانو سازمان مشر ممتاز مسید او د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کورمې استازی او د واکمن تحریک انصاف ګوند سید اقبال مېلمانه دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG