خواجه اصف: سوات کې لګېدلی اور د پاکستان نورو سيمو ته هم غځېدای شي

ډ پاکستان د قامي اسمبلۍ یوشمېر غړو په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ په اړه ويناګانې وکړې - پخوانی انځور

د پاکستان د دوو حکومتي وزیرانو په ګډون د قامي اسمبلۍ یوشمېر غړو په خیبر پښتونخوا کې بالعموم او په ځانګړي ډول په سوات کې پر ناامنۍ د اندېښنو څرګندونې کړې دي.

د اکتوبر پر ۱۹مه، دقامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې د دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې سوات يو ځل بيا له ناامنۍ او ترهګرۍ سره مخامخ شوی دی.

نوموړي وویل، که په سوات کې "لګېدلی اور کنټرول نه شو" نو د پاکستان نورو سیمو ته هم غځېدلی شي.

اصف زیاته کړه، "نن ۱۲، ۱۳ کاله وروسته يو ځل بيا په سوات کې [د ترهګرۍ] هغه لړۍ روانه ده. کېدای شي، زور يې هغسې نه وي، خو روانه ده. د خوښۍ خبره دا ده چې د سوات خلک بازارونو ته را ووتل او بې له څه ډول توپير او سياسي اختلافه پر يوه موضوع راغونډ شول."

د اصف تر څنګ د قامي اسمبلۍ ځينو نورو غړو هم په سوات او د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې د ناامنۍ په اړه ويناوې وکړې او و یې ویل چې د ترهګرۍ پر ضد بايد په "ډاګه" خبره وشي.

دا هم وګورئ:

د ترهګرۍ ضد ادارې "نیکټا" بیا فعالولو ضرورت ولې پېښ شو؟جنوبي وزيرستان، سوات، شانګله او بونېر کې زرګونو کسانو د ترهګرۍ خلاف مظاهرې کړې ديپي ډي اېم او پي ټي ای پر يو بل د خيبر پښتونخوا په امنيت کې د پاتې راتلو تورونه پورې کړېد وسلوالو په مخنيوي کې ولسي پاڅونونه څومره اغېزناکه دي؟

د پاکستان د اب وهوا د بدلون مخنیوي چارو وزیرې شيري رحمان په خيبر پښتونخوا کې د ناامنیو په اړه په خپله وينا کې وويل چې "دا څه چې روان دي دا بغاوت نه دی، دا ترهګري ده."

هغې پر مذهبي وسلوالو تنقيد وکړ چې په وينا يې د "مذهب په جامه کې خپل ناوړه هدفونه لری."

رحمان وویل، "دا د طاقت ترلاسه کولو لپاره جګړه ده، دا د مذهب لپاره جګړه نه ده او جرات وکړئ او دا خبره په ډاګه وکړئ."

نوموړې غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د پرمختګ په اړه دې د ټولو باور ترلاسه کړای شي. د دې په خبره، پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال ډېر تاوانونه ليدلي او په دې لړ کې ځينې کاميابه پوځي عمليات هم شوي دي چې نړيوالو ستايلي هم دي، خو "اوس ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) بیا سر راپورته کړی دی. خو په کوم حیثيت کې او د څه لپاره؟ ایا دوی بې وسلې شوي دي؟ او که شوي وي نو موږ ته يې ثبوت راکړئ."

شيري رحمان وويل، "ترهګر، ترهګر وي او هغه به ترهګر وي ځکه چې وسله یې راخيستې وي او کله چې هغه له تاسو سره خبرو ته راضي شي نو هغه بیا خپل شرطونه لري."

هغې زیاته کړه چې له هر هغه چا سره د خبرو اترو په حق کې ده چې وسله ږدي او د پاکستان د ایین په چوکاټ کې ژوند کوي.

د اقلیمي بدلون مخنیوي چارو وزیرې د ناامنۍ پر موضوع د پارلېمان د دواړو جرګو د ګډې غونډې وربللو غوښتنه وکړه.

د خيبر پښتونخوا حکومت دريځ

په همدې حال کې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير ځانګړي سلاکار او د صوبايي حکومت وياند په سوات کې خبرې غونډې ته په وینا کې ويلي چې هغوی له تحريک طالبان پاکستان سره "هېڅ ډول لوظنامه" نه ده کړې او نه يې وسلوالو طالبانو ته سوات يا د خيبر پښتونخوا نورو سيمو ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.

محمد علي سيف د اکتوبر پر ۱۹مه په خبرو کې وویل چې له پاکستانيو طالبانو سره يې په کابل کې يوازې دوه ځلې د امن لپاره مذاکرات کړې دي.

نوموړي وویل، د "سوات شاوخوا ۱۵،۰۰۰ کورنۍ په افغانستان کې مېشتې" دي، او حکومت غواړي چې هغوی په پرامنه توګه خپلو سیمو ته راشي.

د ده په خبره، امنيتي ادارو ته يې په ډاګه ويلي چې د ناامنۍ خپروونکو يا قانون ماتوونکو پرضد دې په پوره توان کارروايي وکړي.

سیف زیاته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان له وسلوالو یې "غوښتي" چې "افغانستان ته ستانه" شي او هغه غړي یې چې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي، دې وسلې کښېږدي.

خيبر پښتونخوا کې د ناامنيو ضد لاريونونه

په قامي اسمبلۍ کې تود بحث په داسې حال کې شوی چې په وروستيو کې په سوات کې د ناامنۍ تر پېښو وروسته ځايي ولس په احتجاجونو لاس پورې کړی او پر حکومت او امنيتي ادارو يې نيوکې کړې چې د امنيت په راوستو او د وسلوالو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

د سوات ترڅنګ د خيبر پښتونخوا په ځينو نورو سیمو کې هم د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي. بلخوا ځايي ولس د ناامنۍ او ترهګرۍ ضد لاريونونو او احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.

دې ناامنه حالاتو ته په کتو، د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي چې مرکزي حکومت د خيبر پښتونخوا له صوبايي حکومت سره د امنیت ټینګښت لپاره مرستې ته تيار دی.