د جنوبي وزیرستان د ځمکو د لانجو لاملونه او د حل لارې یې

مشران وايي په جنوبي وزیرستان کې د ځمکو ډېری لانجې د حدونو نه ټاکلو له وجې پیدا شوي

د جون پر ۳۰مه په جنوبي وزیرستان کې سپېرکي او نانوخېل یو بل ته مخامخ شول او وجنګېدل.

د ۲۰۱۹ز کال په اګست کې ځلیخېل وزیر او دوتاڼي هم په وسلو سمبال د یو بل پر وړاندې مورچو ته ختلي ول.

د دواړو نښتو لامل د ځمکې د ملکیت او بریدونو پر سر لانجې دي.

د سیمې مشران او پوهان وايي، په جنوبي وزیرستان کې د بېلا بېلو قامونو ترمنځ د ځمکو پخوانۍ لانجې دي چې د انتظامي چارواکو په خبره د هواري هڅې یې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی چارواکی او پخوانی سفیر ایاز وزیر په واڼه کې زېږېدلی، هلته اوسېدلی او اوس هم د بېلا بېلو جرګو، مرکو په موخه جنوبي وزیرستان ته ځي.

دی وايي، پخوا په وزیرستان کې د ځمکو پر سر نښتې نه کېدې.

د لانجو لاملونه

د وزیر په خبره، کله چې په ۱۹۸۰ز لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر ضد وسله وال فعالیتونه پیل شول، نو هغې پر قبایلو او په ځانګړي ډول پر شمالي او جنوبي وزیرستانونو مستقیم اغېز ولاره.

ایاز وزیر په ۲۰۰۱ز کال کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد د نړیوال اېتلاف جګړه هم هغه مهم لامل بولي چې د شمالي او جنوبي وزیرستان ټولنیز ژوند، اقتصاد او قامي جوړښتونه یې اغېزمن کړل:

"په تېرو ۵۰ کلونو کې چې ما ته یاد دي، د ځمکو دا [لانجې] نه وې – یوه هم نه وه. د قومونو [ترمنځ] به په څه نا څه جګړه وشوه خو پر ځمکه یې نه وه شوې. دې جګړو افغانستان ته د سووېت یونیین تر راتګ وروسته او د امریکايي ځواکونو تر راتګ وروسته سر راوچت کړ."

په جنوبي وزیرستان کې د ابادۍ زیاتېدو له وجې د ځمکې بیه هم لوړه شوې

ایاز وزیر وايي، د ځمکې پر سر د لانجو بل لامل ښايي د ابادۍ (نفوس) زیاتېدل وي:

"ابادي زیاته شوه. ډېره زیاته شوه. ریښتیا خبره چې زه هغه واڼه وګورم چې زه پکې لوی شوی یم" تر اوسني ښاره خورا بدله ده، "هغه علاقې، هغه منطقې چې ما به په زړه کې ویل چې دا به هېڅکله ابادې نشي، هغه ابادې شوې، باغونه پکې ولاړ دي."

د جنوبي وزیرستان اېډېشنل ډېپټي کمېشنر فهید الله بېلا بېلو سیمو ته ورځي، جرګې کوي او په وینا یې د ځمکې د ربړو د هواري په تکل دی.

نوموړی له ایاز وزیر سره همنظره دی چې د ابادۍ زیاتېدو له وجې په جنوبي وزیرستان کې د ځمکو بیه لوړه شوې چې کشالې یې زېږولې دي خو د لانجو تر ټولو لوی سبب د سمو او کره بریدونو نه ټاکنه بولي.

"دلته د پټوار نظام او بندوبست نشته. له دې سره سره، تر اوسه پورې ځمکې ډېرې قیمتي نه وې" نو ټولې لانجمنې ځمکې به پخوا خلکو د څارویو څرولو لپاره "په ګډه کارولې."

فهید الله د جولای پر اتمه مشال راډيو ته وویل، د قامونو د ځمکو لوی حدونه معلوم دي، خو ستونزې د وړو او مشخصو "حدودو نه جوتوالي" پیدا کړې دي.

بشپړ غږیز رپورټ دلته واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جنوبي وزیرستان ځمکو لانجې

د ځمکو بېلا بېلې لانجې

فهید الله ځینې بېلګې یادوي او وايي، دوتاڼي او وزیر په درو ځایونو کې د ځمکې د برید پر سر لانجه لري.

فهید الله وايي، مسید (مسود، محسود هم بلل کېږي) او وزیر په "کرکڼه او د ګومل زام" بند په سیمه کې سره ستونزه لري، مسود او بېټني په "سپینکي رغزي" کې او مسود او وزیر د "شکۍ" په "بالاپتر" کې لانجه لري – هغه ځای په "۱۹۳۴ز کال کې انګرېز پولېټيکل اېجنټ جانسن سرکاري کړی وو" چې ټوله شاوخوا "۲،۶۰۰ کناله" ځمکه ده.

ایاز وزیر هم مني چې انګرېزانو د خپلې واکمنۍ پر وخت په جنوبي وزیرستان کې د قامونو ترمنځ د ځمکو لوی حدونه ټاکلي ول خو مشخص او کره بریدونه یې لا هم نه دي معلوم:

"د انګرېز یوه خوبي دا وه چې کومې منطقې ته به ورغی هغه به یې په نقشه کې ولیکله چې دا ځمکه د بېټنیو ده، دا ځمکه د مسودو ده، دا د دوتاڼیو ده، دا د وزیرو ده. نو په غټ حساب به معلومه وه چې دا منطقه د وزیرو ده. بیا د وزیرو په خپل منځ کې څنګه ده هغه به هم غټه، غټه معلومه وه، د خېل، خېل هم معلومه وه خو د کور، کور" حد او ځمکه نه وه معلومه.

دا هم وګورئ: کورمه کې د ځمکو لانجو لاملونه او د هواري لارې

تر "راه نجات" عملیاتو وروسته

د ۲۰۰۹ز کال په جون کې د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو پر وړاندې عملیات پیل کړل چې له وجې یې د سیمې خلکو کورونه پرېښودل او نورو ځایونو ته ولاړل.

په کډوالو کې تر ټولو لوی شمېر د مسیدو وو.

ایاز وزیر وايي، هغه مهال چې مسید کډوال شول نو وزیرو ورته ځای ورکړی وو او همداراز، مسیدو هم له وزیرو سره مرستې کړې دي، نو په وینا یې په خپلو کې دښمنۍ نه لري:

"په واڼه کې ډېرو خلکو ځای ورکړ، په میرامشا کې یې ډېرو مسیدو ته ځای ورکړ. مسید هم له وزیرو سره تعلق ښه ساتي. داسې نه دي چې ګوندې موږ قامي د یو بل دښمنان یو."

د مسیدو او شمالي وزیرستان وزیرو لانجه

خو دا یوازې په جنوبي وزیرستان کې د اوسېدونکو قامونو ترمنځ د ځمکو د حدونو ستونزې نه دي بلکې د سیمې مسید د شمالي وزیرستان له وزیرو سره هم د ځمکې کشاله لري.

د مکین اوسېدونکی او د مسیدو یو مشر ملک بنیامین مسید وايي، په ۲۰۱۵ز کال کې چې خپلو سیمو ته ستانه شول نو هلته یې څه برخه ځمکه د شمالي وزیرستان رزمک وزیرو ورڅخه نیولې وه له وجې یې د دواړو خواو ترمنځ په ۲۰۱۷ز کال کې وسله واله نښته هم وشوه.

په تېرو ۵۰ کلونو کې چې ما ته یاد دي، د ځمکو دا [لانجې] نه وې – یوه هم نه وه.
ایاز وزیر

نوموړی وايي، د مکین او د شمالي وزیرستان رزمک سیمې له یو بل سره پوله لري نو چې کله مسیدو د عملیاتو له وجې خپل کور، کلی پرېښود او ولاړل نو د رزمک وزیر ورغلل او "د مسودو پر ځمکو" یې "کورونه جوړ کړل."

خو د شمالي وزیرستان یو قامي مشر ملک نېک عمل خان وايي، تر ۲۰۱۷ز کال وروسته چې جرګې وشوې نو پکې یې هغه پخوانۍ نقشې وښودې چې ورڅخه ښکاري چې وزیرو د مسیدو ځمکه نه ده نیولې.

دی وايي، په جرګه کې یې "غوڅ دریځ" دا وو چې که له پخوانیو اسنادو او نقشو ثابته شوه چې وزیر له خپل بریده ورتېر شوي نو "واپس به شي" او ځمکې به پرېږدي خو که مسودو دا کار کړی وو، نو هغوی به خپل پخواني حد ته ورستنېږي.

د لانجو هواری او حکومتي اقدامات

د ایاز وزیر په اند، د جنوبي وزیرستان د قامونو خپلمنځني او د مسیدو او د شمالي وزیرستان د وزیرو د ځمکو د لانجو هواری تر ډېره له حکومت سره تړلی دی.

دی ګڼي که حکومت د ځمکو د لانجو هواری غواړي نو "هغه مسلونه دې راوباسي چې ورسره پراته دي."

په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د ځمکو د حدونو او بریدونو په اړه د انګرېزانو د واکمنۍ قانوني اسنادو ته "مېسل" ویل کېږي.

چې په کوم ځای کې مېسل [واضح] وي نو بالکل مېسل به ورته راوباسو.
فهید الله

ایاز وزیر وايي، که انتظامیه پخواني قانوني اسناد وښيي، قامونه سره جرګه شي او په افغانستان کې حالات سم شي نو بیا په جنوبي او شمالي دواړو وزیرستانونو کې به د ځمکو ټولې کشالې هوارې شي.

ملک بنیامین وايي، که په سیمه کې بې طرفه مشران او انتظامي چارواکي جرګه جوړه کړي او پکې پخواني اسناد په ډاګه کړي، نو د ځمکو د حدونو ټولې مسلې سمدستي هوارېدای شي.

دی همداراز ګڼي چې که اسناد نه وي نو هلته په تاریخي ډول د قامونو د اوسېدو، ودانیو او هدیرو له لارې هم کشاله هوارېدای شي.

خو د سیمې انتظامي چارواکی فهید الله وايي، په ځینو مېسلونو کې ابهام ښايي لانجې لا لویې کړي نو ځکه یې حکومت احتیاطاً نه ښيي خو هغه مېسلونه چې کره دي، د هغو په ډاګه کولو او د خبرو اترو له لارې مسلې هواروي:

"چې په کوم ځای کې مېسل [واضح] وي نو بالکل مېسل به ورته راوباسو" او له دې علاوه بیا دا هم کېدای شي چې قامونه په جرګو کې یوې نتیجې ته ورسي او جوړجاړی وکړي چې "بس ټیک ده یو، دوه ګزه" ځمکه که یو یا بل لوري ته کمه، زیاته شي نو خیر دی خو نوی برید به وټاکي.

فهید الله د جنوبي وزیرستان د ځمکو د ټولو لانجو هواري کره نېټه نشي ښودای خو زیاتوي چې چارواکو او مشرانو خبرو ته دوام ورکړی چې پکې پرمختګونه هم شوي او ژر تر ژره یې حل ته ژمن دي.