د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوتاڼو او ځلي خېلو ترمنځ موقتي اوربند وشو


ډېره اسماعیل خان ـ په جنوبي وزیرستان کې د ځلي خېلو او دوتاڼیو ترمنځ د ځمکې پر سر پورته شوې لانجه کې موقتي اوربند وشو.

د اګست پر ۱۷مه په جنوبي وزیرستان کې د امنیتي سرتېرو، ځايي انتظامیې، او د مصالحتي جرګې د مشرانو ترمنځ له غونډې وروسته اوربند اعلان شو.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر دلنواز خان وزیر مشال راډیو ته وویل چې اوس به د مصالحتي جرګې مشران ۱۰ ورځې وروسته د ټولې کشالې له نوي سره څارنه کوي او د فریقینو په رضا او موجودګۍ کې به پخه پرېکړه کوي.

هغه وړاندې وویل:

"پوځ، پولیس او چارواکي د لانجې د هوارۍ او د اوربند لپاره د مصالحتي جرګې د مشرانو سره یو ځای په هلو ځلو بوخت وو. جرګه اخر په دې وتوانېده چې اوربند وکړي."

امنیتي ادارو پر ځلي خېلو او دوتاڼیو غږ کړی چې په سم دستي توګه دې مورچلونه خالي کړي او اوربند دې وکړي.

د دوتاڼیو یو مشر ملک حاجي نواب خان مشال راډیو ته وویل:

"اوس ډزبندي وشوه، پوځ لګیا دي د دواړو غاړو نه وسله وال کسان له سنګرونو څخه کوزوي. هغوی مورچلونه خالي کوي."

تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم ويلي وو چې هغه د دواړو خواوو ترمنځ روغې جوړې ته چمتو دی.

د یادو قبیلو ترمنځ په نښته کې چې څلور ورځې یې دوام وکړ، له دواړو غاړو څلور تنه وژل شوي، اووه ژوبل او دوه ورک دي.

XS
SM
MD
LG