جنوبي وزیرستان کې د انټرنېټ بندېدو کاروبارونه زیانمن کړي

په جنوبي وزیرستان کې پخوا د انټرنېټ تړل کېدو له وجې مظاهرې او احتجاجي ناستې شوې دي - پخوانی انځور.

د جنوبي وزیرستان د مکین سیمې اوسېدونکي وايي، امنیتي ځواکونو په سیمه کې د موبایل ټېلېفون انټرنېټ تړلی دی چې له وجې یې رابطې پرې شوې دي او کاروباري تاوانونه وراوښتي دي.

د مکین د سوداګرانو ټولنې مشر ریاض مسید د جون پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل، د موبایل ټېلېفون انټرنېټ (درې جي او څلور جي) له تړلو سره کاروباریان له تاوانونو سره مخامخ شوي او د زده کوونکو زدکړې اغېزمنې شوې دي. "په سوېلي وزیرستان کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې انټرنېټ بند دی. د انټرنېټ په وسیله خو ټوله دنیا له یو، بل سره تړلې ده او د خلکو رابطې دي. نن سبا ټول کاروبار په انټرنېټ روان دی. په مکین کې خواوشا ۷۰ داسې لوی دوکانداران دي چې د وټس ایپ له لارې د کروړونو روپیو کاروبار کوي او چې انټرنېټ نه وي، نو کاروبار ته یې تاوان رسي."

د سیمې اوسېدونکي وايي، انټرنېټ تر ډېرې مودې تړلی وو خو د مې پر ۲۰مه بیا فعال شو. دوی وايي، امنیتي ځواکونو څلور ورځې وروسته انټرنېټ بند کړ.

دوی زیاتوي چې که مسله یې هواره نه شوه نو په احتجاج به لاس پورې کړي.

دا هم وګورئ:

واڼه کې د پوځي کېمپ مخې ته د انټرنېټ نیشتوالي پر ضد پرلتواڼه کې د پوځي کېمپ مخې ته د انټرنیټ بحالولو پرلت پای ته ورسېد

د جنوبي وزیرستان انتظامیه وايي، هڅه کوي چې انټرنېټ ژر بحال شي. د سیمې مرستیال کمېشنر فرحان خان مشال راډیو ته وویل، د ضلعې انتظامي مشر د مکین بازار له دوکاندارانو سره خبرې کړې دي او ورته یې ډاډ ورکړی چې د مسلې د هواري لپاره به له اړوندو چارواکو سره رابطه کوي او ستونزه به ژر هواره شي.

په جنوبي وزیرستان کې په تېرو کلونو کې د انټرنېټ تړل کېدو له وجې د سیمې اوسېدونکو یوشمېر مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

امنیتي ځواکونه وايي، په قبایلي ضلعو کې د وسله والو د فعالیتونو مخنیوي لپاره موبایل ټېلېفون انټرنېټ تړل اړین دي. امنیتي ځواکونو په تېرو کلونو کې هم په سیمه کې انټرنېټ له همدې لامله تړلی دی.