د بلوچستان ځوانو ډاکترانو ټولنې د روژې په احترام کاربندیز ختم کړ

د بلوچستان ځوانو ډاکترانو ټولنې د ۲۰۲۱ز کال له اکتوبر راهیسې کاربندیز او پرلت وهلی وو - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ نهمې انځور.

په بلوچستان کې د ځوانو ډاکټرانو ټولنې ویلي دي چې د روژې په درناوي خپل هغه کاربندیز ختموي چې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې روان وو.

د اپرېل پر پینځمه تر دې اعلان وروسته ډاکترانو د چارشنبې (شورو) له ورځې څخه احتجاج پای ته ورساوه او په روغتونونو کې یې کار پیل کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان د عامې روغتیا صوبايي وزیر سید احسان شاه او د صحت چارو سېکرټر صالح محمد ناصر د ځوانو ډاکترانو له ټولنې غوښتي ول چې د اپرېل له شپږمې څخه د کوټې په ګډون د صوبې په ټولو سرکاري هسپتالونو کې کاربندیز ختم کړي.

د بلوچستان د ځوانو ډاکترانو د ټولنې مشر ډاکتر حفیظ مندوخېل د اپرېل پر پینځمه وویل چې حکومت یې د غوښتنو منلو امر نه دی خپور کړی او د احتجاجونو پرمهال یې د ډاکترانو پرضد کښلې مقدمې هم نه دي ختمې کړې، خو پر دې سربېره ولسي ستونزو ته په کتو خپل هړتال ختموي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ډاکترانو کاربندیز ګڼ خلک ځپلي دي

د بلوچستان د روغتیايي چارو صوبايي سېکرټر صالح محمد ناصر وايي، د مالي مشکلاتو له وجې د ځوانو ډاکترانو یوشمېر مطالبې نه دي منل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ځوانو ډاکترانو ټولنې په فبرورۍ کې له حکومتي چارواکو سره تر مذاکراتو وروسته په جزوي ډول د خپل کاربندیز ختمولو اعلان کړی وو. په هغو مذاکراتو کې ډاکتران د خپلو تنخاګانو زیاتولو له غوښتنې په شا شوي ول خو حکومت ورسره روغتونونو ته د طبي الاتو ورکولو او د ټیټ کچ روغتیايي کارکوونکو د تنخاګانو زیاتولو غوښتنې منلې وې. حکومت همداراز منلې وه چې په صوبايي روغتونونو کې به تر ۱،۴۵۰ پورې نوي ډاکتران ګوماري او د کوټې د بولان میډیکل کالج او سېول هسپتال ډاکترانو ته به استوګنځایونه جوړوي.

چارواکو هغه مهال ژمنه کړې وه چې د غوښتنو پوره کولو لپاره به ژر امر خپور کړي، خو د ټولنې په وینا، دا کار یې تر اوسه نه دی کړی. د دې په غبرګون د بلوچستان د ځوانو ډاکترانو اتحادیې په مارچ کې خپل کاربندیز بیا پیل کړ.

په کوټه کې د اعلا وزیر کور مخې ته د ډاکترانو د احتجاجي ناستې او مظاهرو پرمهال د تاوتریخوالي پېښې هم شوې وې او یوشمېر ډاکتران نیول شوي ول. حکومت په فبرورۍ کې ویلي ول چې د ډاکترانو ضد مقدمې ختموي.

د بلوچستان ځوانو ډاکټرانو سازمان د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر په میاشت کې د خپلو غوښتنو لپاره هړتال پیل کړی وو او د او پي ډيز په ګډون یې له هر ډول روغتيايي خدماتو له ورکولو انکار کړی وو. وروسته نور روغتيايي کارکوونکي هم له هغوی سره په احتجاج کې ملګري شول.