حوثي یاغیانو پر اسراییلو او امریکا او اسراییلو پر ایران حملې کړې دي

پر تهران تر برید وروسته له سیمې لوګي خېژي - د مارچ ۲۸مې انځور.

په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو د خلیج او منځني ختیځ په جګړه کې خپله ښکېلتیا زیاته کړې ده او په ۲۴ ساعتونو کې یې پر اسراییلو د توغندیو دویم برید کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تهران ویلي، د هغو هېوادونو کښتیو ته له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ورکوي چې په جګړه ښکېل نه دي.

په همدې حال کې اسراییلو پر ایران خپلې حملې زیاتې کړې دي او د مارچ پر ۲۸مه یې ناوخته د هغه هېواد د سمندري ځواکونو یو څېړنځای او په تهران کې مختلف ځایونو په نخښه کړي دي.

حوثیانو تر اوسه په جګړه کې له ګډونه ډډه کړې وه خو د مارچ پر ۲۸مه یې اقداماتو د یمن په باب المندب تنګي کې د ګډوډۍ وېره زېږدولې ده. له هغه تنګي څخه د نړۍ شاوخوا ۱۰ سلنه تېل بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

په همدې حال کې ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان د سیمې هېوادونو ته ګواښ کړی دی چې که د هېواد بېخبنا (انفراسټرکچر) یا اقتصادي مرکزونه یې په نخښه شي نو غچ به یې واخلي.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د مارچ پر ۲۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې وویل چې تهران د پاکستان بیرغ لرونکو ۲۰ نورو کښتیو ته د هرمز له تنګي د تېرېدو اجازه ورکړې ده.

هغه زیاته کړې چې هره ورځ به دوه کښتۍ له تنګي تېرېږي.

هرمز تنګی د ايران او عمان ترمنځ پروت دی چې له لارې یې د نړۍ ۲۰ فیصده تېل بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د هرمز تنګي زياتره برخه په سیمه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې تړلې ده.

امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی او تهران یې په ځواب کې پر اسراییلو او په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونه جاري ساتلي دي.

په سیمه کې دې وضعیت د جګړې پراخېدو اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې خورا لوړې شوې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.