ټرمپ وايي د ایران ضد یې جګړه "ګټلې" خو د هدف ترلاسه کېدو لپاره ورباندې حملې جاري ساتي

یوه امریکايي جنګي الوتکه پر ایران د بمبارۍ لپاره د تیاري پر مهال - د مارچ درېیمې انځور.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې د ایران پرضد یې جګړه "ګټلې ده" خو ټینګار یې کړی دی چې ځواکونه به یې د خپل هدف تر ترلاسه کېدو پورې پر هغه هېواد بریدونو ته دوام ورکوي.

بلخوا تهران په سیمه کې لږ تر لږه شپږ کښتۍ ویشتلې دي او د نورو بریدونو ګواښ یې هم کړی دی.

ټرمپ د مارچ پر ۱۱مه په کېنټکي کې یو لاریون ته په وینا کې وویل چې د فبرورۍ پر ۲۸مه امریکا او اسراییلو پر ایران په برید کې د منځني ختیځ هغه هېواد "عملاً ویجاړ" کړ او د هغه هېواد د "مشرتابه، ځواکونو او اټومي پروګرام ډېره برخه یې ختمه" کړې ده.

په همدې حال کې اسراییلو هم روښانه کړې ده چې په لبنان کې د تهران ملاتړ لرونکې ډلې حزب الله په ګډون پر ایران لا بریدونه نه دروي.

اسراییلي چارواکي زیاتوي چې د اهدافو په ترلاسه کولو کې لا ډېره برخه پاتې ده.

په همدې حال کې د مارچ پر ۱۲مه سهار وختي اسراییلو پر تهران د پراخو حملو اعلان وکړ.

امریکايي ولسمشر ټرمپ تازه څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرولین لیوېټ وویل، په ایران کې به "عملیات هغه وخت پای ته رسي" چې ټرمپ "پرېکړه وکړي چې پوځي اهداف په مکمله توګه ترلاسه شوي او ایران په بشپړ او غیر مشروط ډول تسلیمېدو ته تیار دی."

ولسمشر ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې د مارچ پر نهمه بیان ورکړی وو چې "جنګي عمليات" به یې "ډېر ژر" پای ته ورسي.

د امریکا او اسراییلو د حملو په ځواب کې ایران هم پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونو ته دوام ورکړی دی چې د پراخې جګړې د پیلیدو په اړه یې اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه وکړه.