شمالي وزیرستان کې د امنیتي سرتېرو وسلوالو ترمینځ تازه نښتو کې شاوخوا ۱۵ تنه ژوبل شوي دي

د پاکستان پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - انځور له ارشیفه.

د شمالي وزیرستان د میرلي اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ په تازه نښتو کې پر کورونو د مرمیو لګېدو په پېښو کې د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د میرلي د حسوخېلو اوسېدونکي او د عوامي نیشنل ګوند ضلعي مشر ملک نثار علي خان مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې د ډېسېمبر پر ۲۵مه سهار مهال د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ نښته پیل شوه او دواړو خواوو پر یو بل "سختې ګولۍ (مرمۍ)" ورولې دي.

دی وايي، پر کور یې د توغندیو لګېدو په پېښه کې لور، ورور او وراره ژوبل شوي دي.

نثار علي خان زیاته کړه چې په تازه نښتو کې پر نورو کورونو هم مارټر یا هاوان مرمۍ لګېدلې دي او ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د میرلي د حسوخېلو یو بل اوسېدونکی مقتدر شفقت داوړ د ډېسمېبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل، خلک د "سختې وېرې" ښکار دي ځکه چې امنیتي ځواکونه او وسلوال پر یو بل مارټر توغندي وروي او پکې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.

تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۱۷مه هم په سیمه کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمینځ په نښتو د نثار علي پر کور د هاوان دوه مرمۍ لګېدلې وې چې پکې یې ورور او لور ژوبل شوي ول.

په هغو نښتو کې د موسکي یو اوسېدونکی هم وژل شوی وو او درې نور ولسي وګړي ژوبل شوي ول.

د میرلي اوسېدونکو د ډېسېمبر پر ۱۸مه د وژل شوي کس تر جنازې وروسته د بازار په څلورلاره کې احتجاجي پرلت وواهه چې پکې د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالان، د غورځنګونو مشران او ولسي وګړي شامل ول.

وروسته چارواکو له پرلتوالو سره خبرې وکړې او ورته یې ډاډ ورکړ چې ورسره سم هغوی پر هم هغه ورځ ماښام خپل احتجاج پای ته ورساوه.

د شمالي وزیرستان سیاسي اتحاد مشر خلیل خان پر هغه ورځ مشال راډیو ته ویلي ول چې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمینځ پر یو بل په بریدونو او نښتو کې اکثر "ابادۍ او کاروباري مرکزونه" په نخښه کېږي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، کله چې وسلوال له ابادۍ څخه پر پوځي کیمپ توغندي وولي، نو هغوی بیا له کیمپه مارټر مرمۍ ولي او له هېلېکاپټرو او ډرونونو څخه بمونه غورځوي.

د شمالي وزیرستان انتظامیې او پوځ لا د نښتو او د میرلي د اوسېدونکو د څرګندونو او دعوو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو د خوندیتوب ډاډ ورکړی وو.

په ضلع کې د پوځ مشر مېجر جنرال عادل افتخار وړایچ د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د اتمانزیو جرګې له مشرانو سره یې د سیمې د امنیت په اړه مشورې کړې دي، د وسلوالو تر ختمولو پورې کارروایانو ته دوام ورکوي او د دې لپاره د ولسي مشرانو له ملاتړه برخمن دی.

نوموړي زیاته کړې وه چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو د خوندي ساتلو "پوره هڅه" کوي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم هم څه باندې یوه اونۍ مخکې په نښتو کې ولسي وګړو ته پر اوښتې مرګژوبلې خپګان ښوولی وو او ویلي یې ول چې له "حکومتي پالیسۍ" سره سم د هغوی د ځاني او مالي زیانونو "تاوان" ورکوي.

اخوا د اتمانزیو جرګې د ډېسېمبر پر ۱۹مه اعلان وکړ چې د ناامنۍ، هدفي وژنو او د وسلوالو او پوځ ترمینځ په نښتو کې د ولسي وګړو په نخښه کېدو خلاف د جنورۍ پر دویمه نېټه د "امن پاڅون" په نوم غونډه کوي.

اتمانزیو جرګې دا اعلان تر هغې څو ساعته وروسته وکړ چې پر هم هغه ورځ چارواکو وویل، د ضلعې په بویه کې پر پوځي کیمپ په برید او نښته کې څلور سرتېري ژوبل او پینځه مشکوک وسلوال ووژل شول. د سیمې اوسېدونکي وايي، په هغه برید کې کورونو ته زیان اوښتی وو او پکې شاوخوا ۱۵ تنه ژوبل شوي ول. پر کیمپ د حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې خلکو تر دې مخکې هم په نښتو او عملیاتو کې ولسي وګړو ته د ځاني او مالي زیان اوښتو پرضد مظاهرې کړې دي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.

د ډېسېمبر پر ۱۳مه د بنو په مامندخېلو (مهمندخېلو) کې پر یو دوکان د پوځ په ډرون برید کې د یوې وسلوالې ډلې قومندان او درې ماشومان ووژل شول.

د هغو ضلعو اوسېدونکي اکثر د حملو تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي.

خو پوځ ټینګار کوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.