پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په بنو او شمالي وزیرستان کې وسلوالو درې ولسي وګړي وژلي دي.
د بنو د ډومېل پولیسو د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې د عمرزیو دوه اوسېدونکي د ډېسېمبر پر نهمه تر څرولو وروسته کور ته د غواګانو وروستو لپاره تللي ول چې په چشمه سیمه کې وسلوالو ویشتلي او د ډېسېمبر ۱۰مې پر سهار یې مړي وموندل شول.
د شمالي وزیرستان پولیسو د ډېسېمبر پر نهمه شپې ناوخته رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې په حکمخېلو کې وسلوالو یو کس ویشتلی او بیا تښتېدلي دي.
د دواړو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې دي.
له څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
د ډېسېمبر پر پینځمه په بنو کې میرلي ته پر روانو ګاډو د وسلوالو په ډزو کې یو ماشوم ووژل او څلور تنه ژوبل شول. تر دې مخکې د ډېسېمبر پر درېیمه د صوبې د نوې ضلعې پهاړپور په پنیالۍ کې د سړک تر غاړې بمي چاودنې درې سرتېري ووژل. د خیبر پښتونخوا حکومت د نومبر پر ۲۶مه د یو فرمان په خپرولو وویل چې پنیالۍ او پهاړپور له ډېره اسماعیل خانه جلا کوي او ورڅخه نوې ضلع جوړوي.
په تېرو ورځو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې پر پولیسو، امنیتي سرتېرو او حکومتي چارواکو خونړۍ حملې شوې دي.
د ډېسېمبر پر دویمه په بنو کې په وسلوال برید کې د شمالي وزیرستان د میرامشا انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) په ګډون څلور تنه ووژل شول. تر دې مخکې د نومبر پر ۳۰مه او د ډېسېمبر پر لومۍ په لکي مروتو، بنو، ډېره اسماعیل خان او کورمه کې په بېلابېلو حملو کې اته پولیس او پوځي سرتېري ووژل او یوشمېر ژوبل شول. د هغو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې.
په همدې حال کې پولیس او د پاکستان پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې وخت په وخت ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي. پوځ د نومبر پر ۲۴مه په بنو کې د عملیاتو پر مهال د ۲۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. کومې وسلوالې ډلې د پوځ د ادعا په اړه څه نه ول ویلي.
داراز، د بنو او لکي مروتو په مختلفو برخو کې ځايي وګړو هم د وسلوالو فعالیتونو د مخنیوي لپاره امن کمېټۍ جوړې کړې دي.
د بنو په ډومېل کې د ولسي مشرانو یوې جرګې د نومبر پر ۲۶مه د امن کمېټۍ او لښکر جوړولو اعلان وکړ او د سیمې د امنیت هوډ یې وښود. پولیسو ویلي دي چې د هغو ولسي کمېټيو او لښکرو ملاتړ کوي.