د دیني عالمانو پرېکړه لیک: "هېڅ افغان" له هېواده بهر د "نظامي فعالیت" اجازه نه لري

یوشمېر دیني عالمان په کندهار کې په یوه غونډه کې د ګډون پر مهال - انځور له ارشیفه.

د طالبانو د حکومت د عالمانو شورا ویلي، "هېڅ افغان" له هېواده بهر په پوځي یا وسلوالو فعالیتونو کې د ګډون لپاره د تګ اجازه نه لري.

په کابل کې سلګونه دیني عالمانو په یو پرېکړه لیک کې ویلي دي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزداه "هېڅ افغان ته اجازه نه ده" ورکړې چې "بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ولاړ شي، نو که څوک تخلف کوي، دا تګ یې جایز نه دی."

د بي بي سي پښتو او طلوع نیوز په ګډون یوشمېر رسنیو ویلي دي چې د ډېسېمبر ۱۰مې ناسته د طالبانو د حکومت په نوښت جوړه شوې وه چې ورته د هغوی د حکومت د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم حقاني، د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي او د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم په ګډون ځینې نور لوړپوړي طالب چارواکي هم ورغلي ول.‌

په پریکړه لیک کې، چې یو نقل یې مشال رېډيو هم ترلاسه کړی، د طالبانو له حکومته غوښتنه شوې چې بهر ته د جګړو لپاره د تلونکو کسانو مخه دې ونیسي.

په پرېکړه لیک کې دا نه ده روښانه شوې چې افغانان کوم ځای ته د جګړې لپاره ځي، خو د پاکستان حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د وسلوالو ډلو مشران او غړي په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه په پاکستان کې حملې کوي.

اسلام اباد داراز، په بیا بیا له طالبانو غوښتنه کړې چې د هغو وسلوالو پرضد دې ګامونه واخلي.

خو د طالبانو حکومت په بیا بیا خپل دریځ تکرار کړی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي، دعوه کوي چې وسلوالو ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او زیاتوي چې ناامني د پاکستان داخلي مسله ده چې باید یې خپله هواره کړي.

له دې پرته په وروستیو کې د پاکستان او طالبانو حکومتي استازو پر دې موضوع ښکاره او تر تړلو دروازو شا ته بحثونه هم کړي دي.

پاکستان د عالمانو د شورا د پرېکړه لیک هرکلی کړی دی خو ویلي یې دي چې دا ډول ژمنې پخوا نه دي عملي شوې.

دا هم وګورئ:

د پاکستان د پوځ مشر وايي د طالبانو حکومت دې د "پاکستان" او "خوارجو" ترمینځ د یوه انتخاب وکړيپاکستان وايي تر هغو چې طالبانو د "ترهګرو" د ورتګ مخه نه وي نیولې له افغانستان سره لارې نه پرانیزيامیر خان متقي: پاکستان داسې "غوښتنې" لري چې پوره کول يې ممکن نه ديپاکستان وايي د طالبانو له حکومت سره د اوربند دوام ته خوشبینه نه دي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي د ډېسېمبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د مشال راډیو او نورو خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، د دې هرکلی کوي چې د افغان ټولنې "يوې برخې" دا "ومنله چې خاوره يې د نورو هېوادونو پرضد کارول کېږي."

ده البته وویل، داسې ژمنې پخوا نه دي عملي شوې. "دا ډول ژمنې پخوا هم شوې دي خو پوښتنه دا ده چې ايا پخوا عملي شوې دي؟ نو همدا وجه ده چې د وروڼو هېوادونو په مینځګړيتوب په ترسره شویو مذاکراتو کې هم موږ پر دې ټينګار وکړ چې افغانستان دې موږ ته په ليکلې بڼه ډاډ راکړي."

تر دې وړاندې د پاکستاني پوځ او دفاعي ځواکونو مشر خبرداری ورکړی وو چې پر افغانستان واکمن طالبان دې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د "یوه انتخاب" وکړي.

د پاکستان دولتي ټېلېوېژن (پي ټي وي) وايي، فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ډېسېمبر پر اتمه په راولپېنډۍ کې د پاکستان د ځمکني، بحري او هوايي ځواکونو د یو شریک مرکز پرانیستغونډې ته په وینا کې وویل، "موږ په افغانستان کې د طالبانو رژیم ته څرګند پیغام ورکوو چې له دوی سره په پاکستان او 'خوارجو' کې د یوه له خوښولو پرته بله لاره نه شته."

د پاکستان پوځ او حکومت د خوارجو اصطلاح تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، حافظ ګل بهادر او بلوڅ بېلتونپالو ډلو ته کاروي.

په کابل کې دیني عالمانو په خپل پینځه نکاتي یا ماده يي پرېکړه لیک کې ویلي چې که پر افغانستان بهرنی "تجاوز" او پر "حریم" یې "تېری" کېږي نو د هېواد د "نظام، خاورې او ارښتونو دفاع فرض عین" دی او دا ډول دفاع "مقدس جهاد بلل کېږي."

دیني عالمانو دا پرېکړه لیک پر داسې مهال خپور کړی دی چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمینځ اړیکي خورا ترینګلي دي.

د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ په نښتو کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې وه. تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت او د ولسي وګړو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوې.

له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکو څو ځلې مذاکرات وکړل چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.